فطري اوکه شيطاني خوى ؟
څرنګه چې خالق فطرتآ دموسيقۍ سره دمخلوق مينه پيداکړې ده، داسي انګېرم چې په ځينو انسانانو کې يې دموقف خپلولو ، ځان غوښتنې اوځان ښودني خواص هم فطري نغښتى دى .
دوه سکني وروڼه يو دبل په وړاندي په ټېل ماټېل لګياوه ، هر يو ترخپله وسه په دې هڅه کې وو چې دپلارغېږه چوکۍ کړي ، په دغه مهال دواړو هغو خپل ټول قدرت په کار اچاوه چې يو پر خوله وغورځوي ، دځان غوښتني ، موقف خپلولو او ځان ښودني په موخه دبابا غېږه کې ناسته باندي ددوى جنجال بر آنګېزه کړو سره زما فهم ور واوښت او داسي راته وبرېښېدل چې ګواکې دکوچنيانو دغه ډول کړني ددې څرګندويي کوي چې انسان طبعيتآ اوفطرتآ داسي جوړ دى چې خپلو اهدافو ته درسېدو په منظور دماشوم په شان په هر صورت کې چې وي هدف ته ځان ورسوي
له دې عصرڅخه وړاندي که د انسانانو او بشريت دژوندانه پېلامې ته ځير سو نو دآدم (ع ) او حوا (رض) زوى قابل چې خپل ورور هابل يې له دې امله په قتل ورساوه چې والدېن يې له ورور سره د ده په پرتله زياته مينه لري هم داثابتوي چې دځان غوښتنې او موقف خپلولو حس پکښې طبعي شتون درلود.
سره له دې د معاصري زمانې اکثر دانا وګړي هم ديو او بل حقوق ترپښولاندي کوي ، دنورو په برباديو کې خپله ابآدي لټوي چې اعمال يې په دوى کې د موقف خپلو لوځان غوښتنې او ځان ښودنې دفطرتي خوى ښکارندوى دي .
تاسو وواياست چې آيا دځان غوښتنې اوموقف خپلولو حس په انسان کې فطرتي او که په لوى والي کې شيطاني حرکت دى ؟
سيدعبدالباري روحاني
١٨-١-١٣٩٢