په کنړ کي دماشومانو د وژني غندنه

د لراوبر اداره | اپریل 9th, 2013


دافغانستان له پاره دسولی او آزادۍ دکميسون اعلاميه

دايساف دهوايي قواوو دوحشت څخه ډک بريد دغندني له کبله چی د ۱۱ پاکو ماشومانو د شهادت سبب وګرځيدي !
دمعتبرو غربي رسنيو دخبرله مخي تيره ورځ دکونړو ولايت دشيګال دسيمي په يوه کلي کي دآيساف دهوايي قواوودبريد له ا مله د يوولسو ماشومانو تر څنګ چی عمر يي د دوه نيمو مياشتو څخه بيا تر اتو کلونو پوري وو، څو ميرمني هم په شهادت رسولي او ډير شمير زخميان يي پر ځاي پري ايښي دي.
دافغانستان له پاره دصلح او آزادي کميسون دغسي بي مسؤليته دوحشت څخه ډک عملونه په کلکه باندي غندي او دا دناټو دقواوو معلوم او ښکاره جنايت بولي .
دافغانستان له پاره دصلح او آزادي کميسون دټولو نړيوالو با صلاحيته مدني او حقوقي ټولنو څخه غوښتنه کوي چی ددې وحشت څخه ډک عمل دمحکومولو تر څنګ ددې او ورته جنايت عمل کوونکي بايد نړيوالي محکمي ته وروپيژندل سي .
ددغسي جنګي جنايتونو تکرارول په ګوته کوي چی دايساف قواوي بيله له انسان وژني څخه بل څه نه دي .
دافغانستان داشغال هغه افغاني او غير افغاني توجيه کوونکي ، ددې جملي څخه اوسني حکومت هم دهغي پيښي په اړوند چی د فراه په ولايت کښي دوسله وال مقاومت دغړو دمحکمي پروخت رامنځ ته سو، ددغسي جرمونو شريک بلل کيږي.

په درناوي

دافغانستان له پاره دسولی او آزادي دکميسون وياند
ديپلوم انجنير محمد عظيم آبرو مند

داپريل ۸ نيټه ۲۰۱۳ م
دوري ۱۹ نيټه ۱۳۹۲ هجري شمسي

Copyright Larawbar 2007-2024