هلمند: چاودني ۳ اولسي وګړي ووژل .

عطاالله محمدي | اپریل 10th, 2013


دهلمند سيمه ييز چارواکي وايی چي په يوه چاودنه کي لږترلږه درې ولسې وګړي وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.
په دغه ولايت کي دافغان ځواکونو دهمږغې دمرکز مرستيال مشر محمد اسماعيل هوتک وايي چي دغه چاودنه تيره ورځ غرمه شاوخوا يوه بجه دهلمند دناوې ولسوالۍ په شور شورک سيمه کې رامنځته سوې .
هغه زياتوي چي چاودنه هغه مهال رامنځته سوه چي دولسې خلګو يو سراچه موټر دوسلوالو طالبان له خوا پر يوښخ کړل سوي ماين برابر سو .
ددغه ولايت دوالي وياند محمد عمر ځواک هم دپيښي پخلې کوي خو وايی چي په دغه چاودنه کي درې ولسې وګړې وژل سوي او درې نور ټبيان سوي دي.
په سويلې ولايتونو کي دهوا په توديدو سره هم مهال دماين چاودني هم زياتي سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024