په مردان کې دگوزن ضد پرډلې بريد شو ي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اپریل 10th, 2013


پېښور: د خېبر پښتونخوا په مردان کې د ګوزن ضد واکسین ډلې پر ساتونکو برید شوی، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی. پېښه د مردان په پارهوتي سیمه کې رامنځ ته شوه.پارهوتي ته د ګوزن ضد واکسین ډله ماشومانو ته واکسین ورکولو لپاره ورغلې وه او پولیس یې ساتنه کوله، چې پرې ډزې وشوې. دغه برید کې د ګوزڼ ضد واکسین کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی، خو یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024