کور / نثر / داسې بدمرغي

داسې بدمرغي

هیڅ اړتیا نشته، ستاسو دې پیسو ته مونږ وږي نه یو، مونږ د ورور وینه نه پلورو، مونږ غیرت لرو، ایا تاسې فکر کړی چې دومره بې غیرته یو، د ورور قیمت درنه واخلو، ځئ لاړ شئ، په درد به مو و خوري.
نه وروره ـ داسې نه ده، په خدای که داسې وي، ستاسې ورور زمونږ په کمپنۍ کې ښه حیثیت درلود، ټول ملګري ترې خوشاله وو، اوس ټول دردېدلي دي، د هغه په شهادت خفه دي، بله خبره دا ده چې زمونږ کمپنۍ اصول لري کله هم چې هر څوک ددې کمپنۍ د کار په وخت کې یا شهید شي یا زخمي نو ورسره دا مرسته کوي، خیر دی دا لږ پیسې او دا اجناس و منئ مونږ ددې لپاره راوړي، چې د زیړ ګل دوه لورګانې او یو وړوکی زوی دی، زیړ ګل بل تل دا ویل چې مړ شوم بیا مې بچي همداسې پرې نه ږدئ، خیر زما دوستانو بیا ورسره مرسته وکړئ.
ما یتیمان لیدلي ډېر بې وسه ژوند لري ډېر ډاریږم نه چې دا حال په ما هم راشئ، چې بیا به مې بچي وږي وي نهر وي.
د زیړ ګل ورور د کمپنۍ مسؤل ته په نیمه موسکه شونډه د هو ځواب ورکړ، خیر. ما نه اخېستې خو چې تاسې وویل اوس به یې واخلم.
دوعاء به وکړو، خدای دې زیړ ګل وبخښي، ډېر بیدار وو، ځوان طبیعته انسان وو، رنګ دې د غریبۍ ورک شي، پداسې ځوانۍ کې یې ځوانیمرګ کړ، خدای دې د زیړ ګل کورنۍ ته صبر ورکړي خدای دې د هغه یتیم بچي نیک صالحه را لوی کړي.
مونږ ځو، خو ګورئ زیړ ګل مېرمنې ته دا پیسۍ ورکړئ دومره ندي، دا یو لک افغانۍ به یې تر یوې مودې بس شي.
د زیړ ګل ورور لږ په تلوار خدای په اماني ورسره وکړه، مخه مو ښه مخه مو ښه ، په خیر لاړ شئ په خیر لاړ شئ، حتمي حتمي دا اوس دا پیسۍ ورکوم، تاسې بېغمه اوسئ، دومره بې غیرته نه یمه، اخر زما ورور وو.
د زیړ ګل وړوکی بچی د درې نیمو کالو به وو، په منډه کور ته ننوت، مورې مورې، مورې.
ها زوی، قربان وایه.
مورې هغه خلک راغلي وو آ زما پلار چې ورسره کار کاوه، کاکا ته یې پیسې ورکړې ورته یې وویل چې د زیړ ګل بچو ته یې ورکړه.
ښه ځوی، مور یې اوښکې پاکې کړي، بچیه ای کاشکې دې پلار ژوندی وای.
د زیړ ګل ورور کور ته ننوت، د زیړ ګل په مېرمن یې غږ کړ، وه د پلانکۍ لورې.
دا زوی دې له اوسه شیطان اموخته کړی، بیا په منډه یې درته د پیسو خبر درکړ.
دا یو لس څپېړې چې ووهې، دا مخ یې ور وپړسوې نو بیا به تربیه زده کړي، بې تربیه اولاد دې زیږولی دی.
ګوره. یوه ټانګه هم نشته، سبا بیا راته ونه وايې چې پیسې دې وخوړې.
په قهر او په غصې یې لوټه په لغته ووهله د کور دروازه یې په زوره پورې کړه او ووت
د زیړ ګل ښځې خپل بچی دلاساه کړ، خیر ځوی غم مه کوه خدای لرو.
لا کوټې ته نه وو ننوتي، چې د جومات د لوډسپيکر غږ شو.
“ټولو کلیوالو ته خبر ورکول کیږي چې د خدای بخښلی زیړګل چې دوه ورځې مخکې یې ددفتر ګاډی په یوه بم ور برابر شوی وو او درېیو نورو ملګرو سره په چاودنه کې شهید شوو او جنازه یې په کلي کې اداء شوه او خاورو ته و سپارل شو، نن یې خیرات دی، خیرات هم د زیړ ګل د ورور حاجي عبدالمتین په کور کې دی، ټول دې خبر وي. ”
لمر لږ په ګرمېدو شو، د حاجي عبدالمتین مېرمن د زیړ ګل کور ته راغله.
خورې خورې، دواړه غاړه په غاړه شوې، ساندې یې وویلې.
خورې ـ د زړه صبر درته غواړم، دا زما مېړه نه پوهېږم خدای ورته په قهر شوی دی.
هغه خلکو پیسې تاسې ته راوړې وې، هغه یې کور ته راوړې، زما خو والله که یوه مړۍ تیریږي، څلوېښت منه ورېځې، اویا کیلو د خوسي غوښه، پنځوس کیلو د دوپیازه غوښه، مالټې، کېلې، غوړي، لرګي اشپز یې هم راغوښتی، ازبکي پخوي، خدای دې ورحمیږي، خپله په لکونو پیسې لري هغه نه خیراتوي، دا یو لک افغانۍ ولې په خیرات مصرفوي، زما کیسه په تا هم راغلې ده، زما مېړه چې هم مړ شو، دې بدبخته همداسې ما سره هم وکړل، زما د مېړه پیسې یې ټولې رانه واخېستې وېل یې چې ورور مې دی، پسې خیرات کومه، د خیرات په پلمه یې ټولې پیسې او جایدادونه را نه واخېستل، زه یې هم واده کړمه، په بچيانو مې هم کار کوي، خپل اصلي بچي مکتب ته لېږي، ګوره خورې وخت مه ورکوه، بیا به دې حال خراب وي.
د زیړ ګل ښځې په مات غږ ورته وویل : زه کله کوی شم ـ خدای ته به صبر کوم، بله هیچ چاره نه لرم.
له همدې سره غږ شو چې راځئ خیرات ته.
د زیړ ګل کونډه مېرمن، لورګانې، وړوکی ځوی یې د پلار خیرات ته د عبدالمتین له کونډې ښځې سره یو ځای روان شول.