کور / تازه خبرونه / كندهار:احمدولي كرزى څمكنى يووطن پال شخصيت وباله

كندهار:احمدولي كرزى څمكنى يووطن پال شخصيت وباله

په كندهاركې په سل ګونوتنودديوې احتيجاجيه غونډي په ترڅ كې دمجاهدينودبرياليتوب د۱۶ كليزي دلمانځنې پرمهال درامنځ ته سوي پېښي دعامليونودمحاكمې دغوښتنې ترڅنګ له امنيتي مامورينوڅخه وغوښتل چې دبين اللملي ټولني په مرسته دي دپېښي كلكه پلټنه وكړې .


دكندهارله خورالري پرتوسيموڅخه تردوزروزيات كسانوپرافغان امنيتي مامورينوهم نيوكه وكړه چې په خپله دنده كې  يې غفلط كړي .


زيات شمېرنوروبياپه پېښه كې پخپله ددولتي كړيولاس درولودل هم شونې بلل چې په وينايې ښايې ودغه بريدته يې لاراواره كړې وي .


تردې وړاندي دولسې جرګې يوي وتلي غړي ميرمن شكريې بارګزۍ هم په ورته ادعاكې ويلي ول چې ښايې په دغه بريدكې دهغوكسانولاس وي چې دم ګړي په دولت كې دلوړوڅوكيودغوښتلوپرسرله دولت څخه ګيله من دي .


دكندهاريوقومي مخورحاجې عبدالكريم عليزي وويل چې وسله وال طالبان دځان په ګټه تل دپېښومسـئوليت په غاړه اخلي خوپه اصل كې دى دې ته دشك په سترګه ګوري .


نومه وړي په دولت كې دننه ځيني خاصي كړي په دي تورني كړې چې دبريدلپاره يې لارهواره كړې .


په كندهاركې راغونډوسوكسانوچې ترډيره بريده  په بې ساري ډول علمااوقومي مخورپكې ترسترګوكيدل پرياده سوې پېښه زيات خواشيني ول .


دكندهاردعلماودشورامشرمولوي حمدالله حنيفي له اسلامي اړخ څخه پرملي مشرانوبريدناسم كاروباله اودهغه څه غندنه يې وكړه چې تيره ورځ په يوه ملي ورځ ر امنځ ته سول
نومه وړي ديني عالم هغه څه ته هم اشاره وكړل چې ديوه هيواددمشرپه نه شتون كې رامنځ ته كيږي .


دكندهاردولايتي شوراريس په ولسي جرګه كې دپكتيادخلګوداستازي فضل الرحمن څمكنې پروژل كېدخواشني وښودل اودهغه وژنه يې يوه ستره ضايعه وبلل .
نومه وړي څمكنې ديوه هيوادپال شخص په توګه يادكړ


دكندهاردولايتي شوراغړي اووتلي قومي مخورحاجي اغلالي دستګيري بيادټولوستونزودحل يوازني لاردښكېلوغاړوترمنځ دخبراتروپيله ول وبلل .


نومه وړي له افغاني طالبانوسره روغه جوړه دسولي دراتګ يوازني اصل وباله .
دستګيري دپاكستاني طالبانوله مشربيت الله محسودسره دپاكستاني دولت دخبروبرياليتوب ته په اشارې سره وويل چې هرومروبه دخبروله لاري ټولي ستونزي هوارسي .


دمجاهدينودبرياليتوب دجشن پرمراسموسوي بريدخوراګڼي اندېښني راولاړي كړې .


تيره ورځ ولسي جرګې دملي دفاع اوكورنيوچارووزارتونودوزيرانوپه
ګډون دملي امنيت لوي ريس داستعضالپاره خپلي نوبتي غونډې ته وربللي و.


خودرې واړه جګ پوړي امنيتي مامورين په دي وتوانيدل چې بيرته خپلي دندي دوام وركړې .