قاضي حسين احمد : قاضيان به په …. کښي بيرته پر کار شي

د لراوبر اداره | اپریل 30th, 2008


دجماعت اسلامي امير قاضي حسين احمد ويلى دي چې قاضيان په ديرش ورځو کښې دننه بېرته نه پرکارکول دموجوده واکمنو لخوا دقوم سره دکړوژمنو څخه سرغړونه ده لاهورکښې دخبريالانو سره په خبرواترو کښې قاضى حسين احمد زياته کړه که چرته دمئى تردولسمې پورې قاضيان بحال نه شول نو په ټول هېوادکښې به توره ورځ ولمانځو نوموړي زياته کړيده چې داې پي ډي ايم په شمول ټولو ګوندونو دمهاجرو له ګوندايم کيو ايم سره داتحادنه کولو ژمنه کړې وه خو اوسني حکومت اتحاد کولو سره په قوم مسخرې وهل غواړي قاضي حسين ا حمد تور لګولۍ دي چې دکراچۍ دمهاجروګوند ايم کيو ايم دټوپک په زور رايې اخيستې دي ولس ايم کيو ايم ته رايې ندى ورکړې دجماعت اسلامي امير وويل چې دولس مشر پرضد دمواخذې تحريک دټولو غيرآئيني اقداماتو دعلاج ښه طريقه ده.

Copyright Larawbar 2007-2024