په غزنی کي دډله ییزبریدمخه ونیول شوه

59 | اپریل 14th, 2013


کابل:دکورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی نن په یوه خبری ناسته کي خبریالانو ته وویل، څلور تنه چي غوښتل یی په غزنی ولایت کي د اسلامي نړۍد کلتوري مرکز په توګه د غزنې د نومول کیدو په مراسمو باندي ډله ییز وسله وال اوځان مرګي بریدونه ترسره کړي، د ملي پولیسو له لوري ونیول شول.
دنوموړۍ په وینا،له دغو وسله والوڅخه، ۳ میله کلاشینکوفونه، ۱ میل تفنګچه او یودځان برید لپاره چمتو شوی واسکټ ترلاسه شويدي.
صدیقی دخبري ناستې په اوږدوکې وویل؛ په تیره یوه اوونې کي دهیوادپه بیلا بیلوسیموکي دملي پولیسو له لوري ۴۸ چاڼیز عملیات ترسره شویدي .ددي عملیاتو په ترڅ کي ۷۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۷۳ تنه وسله وال ژوندي نیولي، ۱۱۶ کړي ماینونه یې شنډ کړي، ۹۰۳۳ کیلوګرامه نشئ توکي یې له ۱۷۸ میله سپکو او درنووسلوسره د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024