کور / تازه خبرونه / چارواکي دغزني په غونډه کي دنه ګډون له نيوکو سره مخامخ دي

چارواکي دغزني په غونډه کي دنه ګډون له نيوکو سره مخامخ دي

کابل دآریانا تلویزیون: دآریانا تلویزیون نن د(نګرش) په یوه پروګرام کي په افغانستان کي دآزادورسنیودلیدلوري مسؤول عبدالمجیب خلوتګراودفرهنګي چارواګاه اولیکوال عزیزرویش دمیلمه په توګه راغوښتي وو ،چي دشنبه د ورځي دځانګړي غونډي دپرانیستلو په اړه څرګندوني وکړي ،کوم چي دغزني ولایت په رسمي توګه داسلامي نړۍ لخواه دترقي اوکلتورپلازمینه اعلان شوه.
ښاغلي عزیز رویش وویل، په (۲۰۰۷) کال کي داسلامی نړۍ هیوادونوپه لیبیاکي دیوي غونډۍ پرمهال پریکړه وکړه چي دافغانستان لرغوني ولایت غزنې دي په (۲۰۱۳) کال کي داسلامي نړۍ دفرهنګ اوکلتور پلازمینه اعلان شي. اسلامی نړي دافغانستان دولت ته شپږکاله مخکي دنده وسپارله چي په ۲۰۱۳ کال کي به دغزني ولایت داسلامي نړۍ دفرهنګ اوکلتور مرکز اعلان شي هغه وویل ، دشنبه په دغه غونډه کي داسلامي هیوادونوڅخه راغلو۵۳ استازو ګډون کړی وو. ولي دډیری خواښیني ځای دي چي دافغانستان دولت لوړ پوړي چارواکو په دغه نړیواله غونډه کي په پراخه پیمانه ګډون نه درلودي. هغه وویل نه جمهوررئیس اونه هم دهغه دوه مرستیالان اونه ددولت کوم لوړ پوړي چارواکي ددي پرتمیني غونډي په نمانځلوکي حا ضروو.
په افغانستان کي دآزادورسنیودلیدلوري مسئول ښا غلي عبدالمجیب خلوتګر بیا وايې ،چي دافغانستان داساسي قانون خلاف ددي غونډۍ درپوټونواو ګزارشونو لپاره یواځی یوخصوصي تلویزیون (۱) اجازه درلوده ،چي ددي غونډی رپوټونه اوانځورونه جوړکړي . هغه وا یې چي دملي تلویزیون په ګډون د لسګونو ملي راډیوګانو،تلویزیون ونواو آزادو رسنیو ژورنالستانو ته اجازه ورنکړای شول، چي دي پرتمیني غونډي ته نږدي راشي اوخپل رپوټونه تیارکړي.
دخلوتګر په وینادژورنالستانومخنیوي اودغزني دلرغونو آثارود ښه پیژندني ناوړتیا هغه عامل دي چي دیوه آزاد ،دموکراتیک او اسلامي دولت افغانستان لپاره دټولورسنیوخلاف کړنه او غیر قانوني عمل بلل کیږي .
همدارنګه عزیزرویش زیاته کړه ،چي دافغانستان دولت چاواکي تر اوسه پوري دکلتوراو فرهنګ په اصلي معنی نه پو هیږي او دا ډیر دشرم ځای دي چي دلیری پرتو اسلامی هیوادونو څخه ۵۳ استازي دافغانستان دولت ته راځي او په دغه پرتمینه غونډه کي ګډون کوي، ولي دافغانستان جمهوررئیس او دهغه دواړه مرستیالان اویا ددولت کوم لوړ پوړي ځانګړي استازي دي غونډۍ ته نه ورځي. عزیزرویش اوخلوتګر دواړو دافغانستان لوړ پوړي چارواکي ذهني ناروغان وبلل اوپردوی باندي نیوکي وکړي چي دخپل ګران هیواد دلرغون تیر تاریخ ته په درنه سترګه نه ګوري.
دوی زیاته کړه چي دافغانستان ولسي جرګي اودجمهوری ریاست ته به یو لیک ولیږي اوددوی نه به وغواړي چي ولي دخپل هیواد تاریخ او دلرغونتوب پیښو ته دومره بی پروا دي . همدارنګه دوی داطلاعاتو اوکلتوروزارت په دي ګرم کړي چي درسنیوقانون خلاف ددغه پرتمیني غوڼدۍ دروازي یې دټولو خلکو اورسنیو پرمخ تړلي وي .دآریان تلویزیون دګردی میز چلونکي وویل ،چي موږ نن داطلاعاتو اوکلتور وزارت ته بلنه ور کړی وه ،چي د غزني ولایت په اړونددګردي میز دخبرو په بحث کي برخه واخلي ولي بدبختانه دوی حاضرنشول.