نيمروز: ۳۵ كيلو ګرامه هيرويين ونيول سول
عطاالله محمدي
په نيمروز ولايت كي پوليسو ۳۵ كيلو ګرامه هيروين چي په دوو بوجيو كي په ډير مهارت سره ځاى پر ځاى سوي وه نيولي دي .
د نيمروز ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمد كبير اندرابي وايي چي ياد نشه يې توكي يي د چخانسور ولسوالې د سبز ګندم په سيمه كي تر لاسه كړي چي تر دي مهال يي ورسره په تړاوو څوك ندي نيولي ولي پلټني رواني دي .
د نيمروز د امنيه قومانداني مسولين وايي چي په روان كي يي له سلو كيلو ګرامو زيات هيرون د ځينو كسانو سره يو ځاى نيولي دي . چي نيول سوي كسان يي اړوند قضايي اروګانونو ته د پوښتونو لپاره سپارلي دي .