كندهار: د كوكنارو د اړولو كمپاين په ښه ډول روان دى .
عطاالله محمدي
په ژړۍ او ميوند ولسواليو کي (٢١٢) جريبه مځکه دکوکنارو د کښت څخه پاکه سوه
دکندهارولايت په ژړۍ او ميوند ولسواليوکي تېره ورځ (٢١٢) جريبه مځکي څخه دکوکنارودکښت اړولو دکمپاين پرمهال دکوکنارو کښت واړول سو.
ولايت مقام په خپره سوي خبرپاڼه كي ليكلي چي دياد ولايت په ژړۍ ولسوالى کي تيره ورځ دکوکناروپرضد دکمپاين پرمهال ديادي ولسوالى (١٦٧) جريبه مځکه او دميوند ولسوالي دنادې په ساحه کي (٤٥) جريبه مځکه دنشي توکوپرضد دمبارزې د رياست او دامنيتي پوليسو له خوا په ګډه پاکه سوه. داپداسي حال کي ده چي تردې مهاله د ژړي او ميوند ولسوالوپه بېلا بيلو ساحوکي دياد کمپاين په ترڅ کي په زړګونه جريبه مځکه دکوکنارو دکښت څخه پاکه سوې ده.
دغه کمپاين چي دکوکنارودکښت دله منځه وړلو په موخه پيل سويدۍ ترهغه وخته به دوام ولري څو چي دياد ولايت ولسوالي او سيمي د نشي توکو دناوړي بوټي څخه په پوره توګه پاکي سي.