کور / تازه خبرونه / لمړی وزير : کشميري عوامو د خپلواکۍ په لار کښي قربانۍ ور کړي

لمړی وزير : کشميري عوامو د خپلواکۍ په لار کښي قربانۍ ور کړي

دپاکستان لومړى وزير سيد يوسف رضا ګيلانى ويلى چې کشميرى عوامو او خلکو  دخپلى خودمختارۍ او خپلواکۍ  په لاره کښې نه ستړى کيدونکى اوبى سارى قربانۍ ورکړيدى اوپدى خبره دى ټول کشميريان پوخ باور اومظبوط يقين ولرى چې ددوى قربانۍ اوسرښندنى به هيڅکله وړيا دلاسه ونه وځى لومړى وزير يوسف رضا ګيلانى په پلازمينه مظفرآباد کښې دآزاد کشمير قانون جوړونکى اسمبلۍ او قانون  جوړونکى شورا ته په خپله وينا کښې ويلى چې تاريخ داخبره په ډاګه کړيده چې دکشميرى خلکو قربانى اوسرښندنى به خامخا رنګ راوړى ده زياته کړه چه دکشمير دستونزمنى شخړى او کشالى دهوارولو لپاره به له هندسره په ګډه بامقصده خبرى اترى  ترسره شي لومړى وزير څرګنده کړه چې پاکستان تل دامن او روغى جوړى لاره خپلول غواړى اوټينګه هيله او غوښتنه لرى چې دکرښى دواړو څنډوته ميشتو کشميريانو ته دى وخت ورکړل شي چې له يوبل سره په آزاده توګه وګورى اودواړوخواووته به دسيل او سوداګرۍ ډګرونوته وده ورکړي ګيلانى زياته کړه چې دکشمير کشالى  اوارول دټولى سيمى دپرمختګ اونيکمرغۍ لپاره ډيراړين دى ځکه چې تلپاتى سوله او پوځ امن دستروپرمختګونو اونيکمرغيو کلک ضامن دي ده زياته کړه چې دکشميردقانون حوړونکى اسمبلۍ غړى دى دپاکستان په پلاوى کښې شامل کړل شي اوپه راتلونکى مرکزى بودجه کښې دى قانون جوړونکى اسمبلۍ غړوته پنځوس پنځوس لکه روپۍ ګرانټ ورکړل شي دغه راز ده په ازادکشمير کښې دښځو دپوهنتون دجوړولو او رامنځته کولو دلاروچارو دچمتوکولو ژمنه هم وکړه صدراعظم دزلزله ځپلو دبحالۍ لپاره دچټکو اقداماتو دسرته رسولو وعده هم وکړه.