یوه افغانه ښځه دنړۍد(۱۰۰)وتلوڅيروپه ډله کي راغله
59
دانګلستان دټایم ورځپاني په یوه خبرکي ویلي ،چي درویا محبوب په نامه یوه افغانه ښځه دلمړۍ ځل لپاره د دکمپیوتردپرمخ تللي تیکنالوژی اوسافت ویر( Software) په څانګه کي د۲۰۱۳ کال دنړۍ د(۱۰۰) وتلواغیزناکوڅیروپه ډله کي شامله شوه.
رويا محبوب دري کاله مخکي په افغانستان کي دانترنتي آسانتیاوو په ګټې اخیستوسره په افغانستان کي دبانکونولپاره دیومالوماتي پروګرام دشرکت بنسټ کښیښوی .ددي شرکت غړي یې زیاتره ښځينه کارکونکي وي. دغه شرکت په افغانستان کي ددولتي مؤسیسواوادارو،خصوصي شرکتونواودناټوځواکونوته دبانکونومالوماتي آسانتیاوي د(دیتابیس) خدمتونه وړاندي کړی دي .
اغلي رویا هغه لمړۍ افغانه ده چي دانترنیټ په پرمخ تللي تیکنالوژی کي ډیر لاس رسي لری اودنوروافغانوښځولپاره یي دهغوی په روزلوکي ډیره هڅه کړیده.
رویامحبوب غواړي چي په راتلونکي کي دانترنټ دزدوه کړو لپاره (۴۰) درسي خوني ولري اود (۱۶۰۰۰۰) افغانانو ښځولپاره دانترنټي زده کړولپاره لاره پرانیزي.
رویامحمبوب دهرات ولایت اوسیدونکي ده ،اوخپلي لوړي زده کړي یې دهرات پوهنتون دکمپیوتراوساینس په څانګه کي پای ته رسولي دي .هغي دماسټري دیپلوم په همدغه څانګه کي دمالیزیا هیوادڅخه لاس ته راوړی دی.