د ډيالکټيک معنا او اوسنی نړيوال کړکېچ
دعالم دامورو په سیر کی دهرفکرمرام قضی مسلک او عقیدی په خپله هغه فکر کښی اود هغی عقیدی فرضي او مرام په متن کی دضد نقطه موجوده یا په بل عبارت هرمرام او قضیه پخپله دننه کښی دضد نقطه او هسته موجوده لری.
چی دهغه جز لا ینفک دی. دهیګل دفلسفی سره سم دهر فکر مرام او عقیده او فرضی اصل (تیز) دی او دهغه اصل ضد یعنی دهغه فکر او عقیدی ضد چی هغه هم دیوی مخا لفی عقیدی په صورت وجود لری انتی (تز) یادیږی.
هم دا ډول د ډیا لکټیک بله مانا او تشریح داده چی په طبیعت کی دمتقابلوقواوو او تضادووجود دموازنی دبقا او دوام موجب دی؛ چی دغه محرکه قوه پیدا کوی ځکه نو تضاد او تقابل هیڅ کله مطلق نه بلکی نسبی دی ډیالکټیک دمذهب اخلاقواو واقعاتو ددروعواملوترکیب دی او هم دمطلق او نسبی حالتو ترکیب دی .
خو دهګل دغه ایډیا لیستی ډیا لیکټیک کارل مارکس تر ډیری اندازی قبول کړی خو تنها یی دهګل دغه ایډیا لستی ډیا لیکټیک ته مادی اړخ ورکړی او دخصوصی مالکیت سخت ضد وه چی نوموړی فلیسوف پخپل اثرسرمایه کښی ذکر کړی دی چی دخصوصی مالکیت څخه استسمار او استعمار ومنځته راځی او نوموړی فلیسوف اضافه کوی چی دکوچنیوو جنګنو څخه نیولی بیا تر غټو امپراطوریو پوری ددی ټولو علت خصوصی مالکیت دی چی دجنګونو او وینو تویولو اصلی عامل دی خصوصی ملکیت په خپل ذات کښی دشر ؛فساد ؛ظلم؛ اوحرص سرچینه ده یوه ډله چی بی وزله اوبله ډله چی بډایه وی اوبله ډله چی دمریانو په څیر ژوند کوی او هغه بله ډله چی دهغوی دکار دمحصول دغلا کولو په وجه ډیر ښه ژوند لری دغه ګرده دخصوصی ملکیت عواقیب دی چی په ټولنه کښی دانسانانو تر منځ توپیر رامنځ ته کوی .
دکارل مارکس اقتصادی او مادی فلسفه دومره اسانه نه ده ؛ چی تفصیل یی په څو لیکو کښی ځای کړای سی. نوموړی فلیسوف دخصوصی ملکیت په مورد کښی ذکر کړی دی چی په ټولنه کښی د ټولو مرضونو علت بیا هم دغه خصوصی ملکیت دی چی دټولنی داتباعو نورماله ژوند یی همیشه دخطر سره مخامخ کړی دی؛ او همدا ډول نوموړی فلیسوف زیاتوی چی سرمایداری بهران حتما راتلونکی دی ؛ او سرمایداران همیشه کوښښ کوی چی دخپلو محصولاتو او تولیداتو په خاطر نوی بازارونه او مارکیټونه وپلټی او سر مایداران په مثال دسحرایی موږو په شان هیڅکله نه مړیږی .
چی مثال یی موږ په دی ۲۱ قرن کښی دسر په سترګو وینو خصوصا دساړه جنګ دختمیدو نه وروسته چی جهان یو قطبه سوه ؛دجهان غټ سرمایداران چی ددولتو په راس کښی مهم رول لری دهیڅ نوعه بشری ناورین څخه مخ نه اړه وی دا ځکه چی ددوی له پاره مهم دادی چی خپل محصولات هر چیری او په هر قیمت چی وی خرڅ کړی. چی مثال یی هم پر عراق؛ لیبیا؛او افغانستان باندی نظامی تعرض دی؛ او هم دا ډول په سوریی؛ ایران او مصر کښی انارشیزم او ګډوډی ته لمن وهل دی اوهمدا ډول دفلستین اوایسرایلو سیاسی کړکیچ . او دافریقا او اسیا او لاتینی امریکا په هیوادونو کښی او د شمالی او جنوبی کوریا ترمنځ دنفاق تخم پاشل دا هغه داستعمار نښی او نښانی دی چی داوسنی جهان دغه استعمارګر قوتونه یی مخته وړی.
دامنیت دشورا پنځه دایمی غړی؟
ولی او په کوم علت داوسنی جهانی نظم او قوانینو وروسته چی په ۱۹۴۶ کال کښی اولینه غونډه چی دبشر دحقوقو دعلامیی په غرض په لندن کښی جوړه سول او په ۱۹۴۷ کال کښی دملل متحد سازمان دیوه خاصو جهانی نظم او قوانینو پر بنسټ تاسیس او جوړ سوه بیا هم دغه اوسنی پنځه هیوادونه لکه؛ انګلیستان؛امریکا؛ روسیه فرانسه او چین چی دهمدی سازمان دامنیت دشورا دایمی غړو په حیث انتخاب سول کوم چی تنها هم دغه پنځه هیوادونه دویټو حق یی تر لاسه کړی .
که ددی هیوادو وتاریخی پس منزل ته په تاریخی لحاظ متوجه سوه ؛ همدغه نوموړی هیوادونه مخکی تر دوهم جهانی جنګ او یا په بله مانا داوسنی جهانی نظم اوقوانینو مخکی هم دسیاسی لوټمارانو په حیث دجهان په هرګوټ کښی تاریخ وبشریت ته ور معریفی کړی دی ؛چی داستبداد او ظلم اوبشری ناورین کښی همدا دوی وه چی دجهان په ګوټ ګوټ کښی یی د هیوادو دویش پر سر به یی انسانان وژل او بشری ناورین به یی رامنځته کاوه.
چی مثالونه یی دجهان په ګوټ ګوټ کښی بی شماره سته؛ دکاناډا څخه نیولی استرلیا نیوزیلنډ افریقایی هیوادونه لکه زومالیا؛ الجزایر؛ مراکیش؛ تونیس؛ لیبیا؛ او هم یمن پر دوبرخو ویشل او هم دا ډول نیکاراګوا اوبرما چی استعمار ګرو قوتو هلته دنفاق تخم دخپلو سیاسی ګټو په غرض وپاشی چی زه کوښښ کوم دهمدی استعمار ګرو قوتو هغه استعماری نښی چی دجهان په دی لویه قاره کښی یی ددی پنځو سو کالو را په دی خوا یی په ډیره وحشانه ډول دبشر دقتل مسوولین دی؛ چی هم دغو جهانی یرغلګرو دجهان په مختلیفو نقطو کښی یی دنفاق تخم یی پر ځای پری ایښی دی .
خصوصا مخکی تر دوهم جهانی جنګ چی انګریزی استعمارګر قوتونه یوځای ده تزاری روسی او بیاهم د۱۹۱۷ کال وروسته یعنی د روسی داکټوبر تر انقلاب وروسته هم انګریزی اوروسی استعمار ګرانو دا اوسنی جهان دخپلو سیاسی ګټو او ویش په صورت کښی دستر ازمون سره مخامخ کړی. چی په نتیجه کښی دناڅیونال سوسیالیست ګوند یعنی دهیټلر په مشری په اروپا کښی و قدرت ته ورسیدی . اود اوسنی جهان ناخوالی او بی عدالتی هم (دکلیه او دمنه) دکتاب دمثالو په ډول ناورین دی چی نوموړی کتاب په ۱۱۰۰ میلادی کال کښی ابوالمعالی نصرالد ین منشی له خوا له عربی څخه ودری ژبی ته وژباړل سوه.
اوپه دی اواخیرو کښی نوموړی کتاب محترم ډاکتر صالح محمد (زیری) ددری ژبی څخه و پښتو ژبی ته ژباړلی دی چی نوموړی کتاب واقعآ دلوستلو وړدی چی و موږ ټولو ته ددی اوسنی نا انډوله جهان تفصیل کوی.
خو چی موضع اوږده نسی دوهم جهانی جنګ هیټلر دیوه مشترک اتحاد یعنی مشترک آلیانڅ په صورت کښی دناکامی سره مخامخ سوه . چی په نتیجه کښی دجهانی نظم د رامنځته کیدو په صورت کښی انګریزی امپراطوری خپله هغه تیره دزاړه کلونیال دوسیه وامریکایانو ته تسلیم کړل. او چیرچیل چی دلیبریال ډیموکراټانو له ګوند څخه وه او دهغه وخت د صدراعظم پوست یی هم مخته بیوی. نو ددوهم جهانی جنګ نه وروسته یی وخپل پارلمان ته پخپله وینا کښی وویل چی اوس نو په رسمی ډول سوړ جنګ شروع سوه دا ځکه چی المان یی پر دوبرخو تقسیم کړی؛ او په نتیجه کښی امریکایان دروسانو سره دبین المللی شخړو او ویش پر سر ومیدان ته را حاضر سول او انګریزانو نور په بین اللملی شخړوکی کښی لاس پر سر سول خو دخپلو سیاسی ګټو او لوټماری څخه یی لاس وانه خیستی .
غواړم چی دلوستونکو نظر او پاملرنه دمذهب له لوری چی و خصوصی ملکیت ته ځای او اجازه نه ده ورکړه سوی په لنډ ډول روښنایی واچوم.
دحضرت عیسی علی (ص) تر میلاد لږ څه وروسته دروم ځینو فیلسوفانو دسوشلیسم (عدالت او مساوات) مفهومونه دروحانیت یعنی عیسویت په محدوده کی تفسیرول .
او دولتی قوانین چی د بی عدالتی او ظلم څخه ډک وه هغه یی سپکول او غندل یی .
چی دهغی زمانی روحانی شخصیت(سن اګوستن) دیادولو وړدی.
چی ده او نورو دمسیحت ددین پوهانو او روحانیونو ملکیت او مالونه دشر او فساد سرچنی بللی ده.
هم داډول داسلام په مبارک دین کښی طبقاتی امتیازاتو ته موقع نه ده ورکړل سوی؛ بلکی په اسلام کښی ښه والی او امتیاز په سپیځلتیا او تقوا کی دی.
چی ښه مثال یی دحضرت نبی رسولی اکرم(ص) دمبارک ژوند څخه ډیر ښه څرګندیږی چی دثروت او سرمایی تمرکز یی نه خوښاوه.
او دپاک الله په کلام کښی ذکر سوی دی چی دبډایانو په مالونوکښی دفردیسانو او غریبانو معلوم حق سته. نو دپاک الله دکلام په مطابق او داوسنی بشری ژوند دعدالت خوښونکو بنده ګان چی ددی اوسنی استعمار ګرو او بشر وژنکو او نفاق خپرونکو سره همیشه په ټکر او مبارزه کښی دی .
او اوسنی ډیموکراسی چی په دی ۲۱ قرن کښی بشر تر لاسه کړی ده دا هم دتیرو پیړیو دبشر دقربانیو نتیجه وه چی اوس یی بشر په عملی او علمی شکل تری استفاده کوی .