طالبانوپه لوګرکي دیوي بهرني چورلکي لس تنه تښتولې دي

59 | اپریل 22nd, 2013


.
لوګر:دافغانستان دلوګر ولایت څخه رارسیدلی خبروایې چې طالبانودیوي ملکي قراردادي چورلکي ټول سپرلي تښتولي دي .دلوګر چارواکي وایې چي دغه الوتکه دخوست څخه پورته شوی اودخرابي هوا له کبله یی بیړني ناسته وکړه.په چورلکه کي (۷) تنه ترکان یوافغان ژباړی اودوه پیلوټان داوکراین هیواد څخه دي .
دلوګردوالي ویانددین محمد درویش رسنیو ته وویل چي یوه ملکي قراردادي چورلکه، چې د ”امتا” په نامه دیوه ترکي ودانیز شرکت وه، له خوسته پورته شوې،اودخرابي هوا اوتېز باران له کبله دلوګر ازرې ولسوالۍ په منګل خېلوسیمه کې بېړنۍ ناستې ته اړ ه شوې ده.
دلوګرولايت دامنيت امرسمونوال ريس خان صادق وايي ،چې دغه چورلکه تيره ورځ یکشنبه ديادې ولسوالۍ دمنګلودرې په سيمه کې دهوا دخرابوالي له امله بيړنۍ ناسته کړې ده .دلوګرولایت چارواکودسیمې له سپین ږیرو څخه غوښتي، چې د تښتول شووکسانو دخلاصېدو لپاره دطالبانو له مشرانوسره وغږېږي.په افغانستان کې د مېشتو ایساف ځواکونوویاند ویلي، چې د تښتول شویوکسانو د لټون هڅي یې پیل کړې دي.
ازره د لوګر له هغو پراخو ولسوالیو څخه ده، چې تر ډېره وسله وال طالبان پکي واکمن دي اوداسیمه له ننګرهار، پکتیا او ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله لري.
بل لوري دطالبانوویاندذبیح الله مجا هد مني چي الوتکه تر کښته کېدو وروسته د طالبانو لخوا محاصره سوې ، سپرلۍ يې د مجاهد په وينا يوه مصئون ځای ته رسول سوي او الوتکي ته اور ورته سوی دی .
ذبيح الله مجاهد وايي داچې بهرنيو ځواکونو دغه الوتکه په ځان پورې اړوند نه ده بللې هڅه کوي چې سپرلۍ يې بې طرفه کسان معرفي کړي په داسي حال کې چې امریکايي افسران په خپل خاص امريکايي نظامي لباس کې نيول شوې.

Copyright Larawbar 2007-2024