کور / اقتصادي / کرنه د هيواد د اقتصاد بنسټ جوړوي

کرنه د هيواد د اقتصاد بنسټ جوړوي

افغانستان د اسيا په لويه وچه کې پروت هيواد دی چې 62225کيلو مټر مربع پراخوالی لري د خاورې ٪46 سلمه يې څړ ځايونه، ٪3سلمه ځنګلونه،٪12سلمه د کرنې وړ او ٪39سلمه يې غرونو نيولې ده .د افغانستان اقتصاد تر ډيره بريده په کرنې او مالدراۍ پورې تړلې دی چې د هيواد ٪85 سلمه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي .چې له دې ډلې ٪10 سلمه يې کوچيان جوړوي او د ميږو او وزو د روزنې له لارې خپلې اقتصادي اړتياوې پوره کوي. کرنه د هيواد په ناخلص ملي توليد کې ٪51 سلمه ونډه لري .په افغانستان کې بيلا بيل کرنيز بوټي (غنم،وربشې،ږدن،جوار،وريجې،پنبه،لبلبو،ګني،بيلا بيلې(( وچې ، تازه ))ميوې ، تر کاري) کرل کيږي.دشهيد سردار محمد داود خان په وخت کې د هيواد د کرنې په اړه يوه پلټنه تر سره شوه چې له مخې يې د هيواد کرنيزه ځمکه کولای شي چې په کال کې 75 ميلونو وګړو ته خوراکي توکې برابر کړي په داسې حال کې چې د هيواد اوسنۍ نفوس يوازې 26.5 ميلونه دی خو له بدمرغه مونږ نشي کولای چې د هيواد د اړتيا وړ خوراکي توکي په خپله توليد کړو.دا چې د افغانستان څنګه نشي کولای خپل خوراکې توکي په خپله توليد کړي؟ د هيواد کرنيز سکتور يو شمير ستونزې لري: په کرنه کې پټه بيکاري؛د کرنيزو توکو لپاره د سړو خونو نشتون؛په دوديز ډول کرنه تر سره کول؛د اصلاح شوی تخمونو نشتون؛د کرنيزو بوټو لپاره د درملو نشتون؛کروند ګروته د پور د ورکړې داسانتياوو نشتوالی؛د ليږد راليږ د وسايلو نشتون؛داوبو خور دسيستم خرابوالی؛د کرنيزو توکو لپاره د مارکيټ نشتون اود کرنيز وکوپراتيفونو لږ والی.د دې تر څنګ چې کرنه د هيواد په ملي اقتصاد کې اساسي ونډه لري په هيواد کې ماشيني رغاو(صنعت) ته هم اومه مواد برابروي .که په هيواد کې دکرنې او مالدارۍ سکتور ته پاملرنه وشي نو موږ په ډيره اسانۍ سره کولای شو چې خپلې اقتصادي موخو تر لاسه کړو.د کرنې او مالدارۍ سکتور کې بايد له ماشين الاتو کار واخيستل شي،کروند ګروته د پور د ورکړې اسانتياوې برابرې شي،د کرنيز توکو لپاره د بازار پيدا کول،کرنيزو توکو ته د ليږد راليږ لپاره د اسانتياوې برابرول،کرنيزو توکو ته سړې خونې جوړول،کروند ګرو ته داصلاح شوي تخمونو توزيع کول ،دکرنيزو ځمکو ساتل،دکرنيز ځمکو ډير والی،دمالدارۍ فارمونه جوړول،دلبنياتو لپاره د مارکيټ پيدا کول اوحيواني کلينکونو جوړول. که د هيواد د پرمختيايي بودجې پنځوس سلمه په راتلونکو دوه يا دريو کالو کې د هيواد کرنې او مالدراۍ په سکتور کې ولګول شي نو موږ به په ډيرې اسانۍ سره خپلې اقتصادي موخې ترلاسه کړو.کرنه او مالداري زموږ د هيواد د اقتصاد بنسټ جوړوي له بلې خوا موږ په اسانۍ سره کولای شو په کرنه او مالدارۍ کې پانګونه وکړو لکه څرنګه چې مو وړاندې ذکر کړه د افغانستان د پراخوالي دولس سلمه کرنيزه ځمکه او شپږ څلويښت سلمه څړ ځايونه جوړوي . که د کرنې او مالدراۍسکتور ته : ماشين الاتو ،د پور اسانتياوې ،د کرنيز توکو لپاره د بازار ،کرنيزو توکو ته د ليږد راليږ وسايل،کرنيزو توکو ته د سړې خونې جوړول،کروند ګرو ته اصلاح شوی تخمونو توزيع کول ،کرنيزو ځمکو ساتل،کرنيز ځمکو ډير والی ، حيواني فارمونه او کلينکونه جوړ شي. نو موږ به ډير ژر هغه توليدات چې له نورو هيوادنو را واردوو په خپله توليد کړو.داچې افغانستان به څنګه خپل توليدات ولري په لاندې ډول :

غنم: افغانستان په کال کې 6.7 ميليون ټنو غنمو ته اړتيا لري چې يوازې 3.4 ميليونه ټنه غنم په هيواد کې توليديږي او نور له بهرنيو هيوادونو څخه وارديږي .په داسې حال کې چې د شهيد سردار محمد داود خان په وخت کې هيواد ته اصلاح شوي تخمونه راوړل شول نو د هيواد د غنمو په محصولاتو کې 60 سلمه ډير والی راغلو له بلې خواد يوې پلټنې له مخې چې په هماغه وخت کې ترسره شوې وه د افغانستان د غنمو محصولاتو کولای شي چې 75 ميليون وګړو ته غنم توليد کړي .که حکومت د غنمو توليد ته پاملرنه وکړي نو موږ به په کال کې ددې تر څنګ چې د غنموله پلوه په ځان بسيا شو ورسره به 10.05ميليونه ټنه غنم نړۍ ته صادر کړو چې د سوداګرۍ د وکړې د بيلانس کسر به را ټيټ او اسعار به هم لاسته راوړو.
وريجې :افغانستان د وريجو د توليد لپاره خورا ډيره ځمکه لري اوسمهال افغانستان 0.4ميليو ن ټنه وريجې په خپله توليدوي او 70066 ټنه له بهرنيو هيوادنو را واردوي خو که په هيواد کې داوبخور منظم سيستم جوړ شي ډير ژر به هيواد د وريجو په برخه کې په ځان بسيا شي چې د سوداګرۍ د ورکړې کسر به تر يو بريده کم شي.
جوار: جوار هم زموږ په هيواد کې له مهمو توليداتو څخه دي.که په هيواد کې د جوارو بوټې ته پاملرنه وشي نو موږ کولای شو په هيواد کې د غوړيو لپاره خام مواد برابر کړو. اوسمهال د جوارو کلنۍ توليد 0.3ميليون ټنه دی خو په هيواد کې د غوړي د فابريکې په جوړه ولو سره به دغه توليد ډير شي او يو شمير هيوادوالو ته به د کار زمينه هم برابره شي.
دټوکرپه برخه کې:افغانستان په تيرو وختونو کې د ټوکرانو د جوړولو فابريکې(بګراميو نساجې فابريکه،پلچرخي فابريکه،ګلبهار نساجي فابريکه،جبل السراج نساجي فابريکه ،پلخمري نساجي فابريکه،بلخ نساجي فابريکه،هرات نساجي فابريکه،کندهار نساجي فابريکه) لرلې چې کابو 99 ميليون متره ټوکران يې توليدول که دغه فابريکې چې اوسمهال له منځه تللي يا په ډير لږ اندازه توليد ترسره کوي يو ځل بيا ورغول شي ډيرو هيواد والو ته به د کار زمينه برابره شي،په هيواد کې به دپنبې توليدات ډير شي هيواد به د ټوکرانو يا رخت له پلوه په ځان بسيا شي او هغه مقدار اسعار چې موږ د ټوکرانو د تر لاسه کولو لپاره لګول موږ په هيواد کې پاتې شي او کيدايي شي چې په دې برخه کې صادرات هم ولرو ځکه موږ په هيواد کې پنبه ډيره کرل کيږي. په هيواد کې د پنبې د حلاجې کولو او عدل کول لپاره هم شرکتونو شتون درلود: دسپين زر شرکت چې 90-110 پورې د حلاجې کولو ظرفيت لري همدارنګه د مزار شريف د جن او پرس فابريکه 37 زره ټنه پنبه پروسس کولای شي ،د هرات د پنبې شرکت او د هلمند د جن او پرس فابريکه 120 ټنو د پروسس ظرفيت لري چې اوسمهال د مزار شريف په مکمله توکه تړل شوی او دا نورې هم په سمه توګه کار نه کوي. له دې کبله په هيواد کې د پنبې قيمت ټيټ دی نو ځکه کرل يې هيوادو الو ته ګټه نه رسوي خوکه حکومت په دې برخه کې اقدام وکړي او دغه فابريکې يو ځل بيا ورغوي په هيواد کې به د پنبې کرل لا پسې دود شي ،ډيرو بيکارو خلکو ته به د کار زمينه برابره شي همدارنګه د سپين زر شرکت 53 ټنه د مزار شريف 6 ټنه ،هرات 10 ټنه غوړي هم توليدوي چې دغه غوړي له کونځلو ،شړشمو،زغرو او دپنبې له دانو څخه جوړه وي.
بوره: د بورې په برخه کې هم افغانستان دوه فابريکې لرلې چې يوې يې په بغلان ولايت کې شتون درلود چې د 11-14 زرو ټنو فصلي بوره يې له لبلبو څخه توليد وله. همدارنګه د بورې بله فابريکه په ننګرهار ولايت کې وه چې د 3-5 زره ټنه فصلي بوره يې له ګنيو توليد وله. اوس مهال دواړه غيرې فعالې دي که حکومت په دې برخه کې پانګونه وکړي زموږ يو شمير هيوادو الو ته به دکار زمينه برابره شي له بلې خوا به د بورې له وارداتو تر يو بريده خلاص شوی که په بغلان کې او ننګرهار کې ددوو کرنيزو بوټو ته پاملرنه وشي نو هيواد به ډير ژر د خوږ له لورې هم په ځان بسيا شي.
مالداري: د افغانستان د پراخوالي 46 سلمه ځمکه څړ ځايونه نيولې ده چې اوسمهال په هيواد کې 20 ميليونه مالداري شتون لري خو که افغان حکومت په دې برخه کې ډيره لږه پانګونه وکړي، په هيواد کې بيلا بيل حيواني فارمونه ،حيواني کلينکونه جوړ،او لبنياتو ته مارکيټ پيدا کړي نو هيواد به ټول لبنيات په خپله توليد کړي. همدرانګه د لبنياتو تر څنګ به دغوښې او هګيو له واردولو هم خلاص شو.د حيواناتو پوستکي چې د هيواد د صادراتو يوه برخه جوړوي نور هم ډير شي.
ترکاري: افغانستان د ترکاری په برخه کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی ځکه زموږ هيواد ډيره ښه ترکاري لري خو کله چې دغه ترکاري توليد شي د مارکيټ د نه شتون له کبله کروندګر اړ دی تر څو ترکاري په ډير ټيټ قيمت پلوري يا يې بهر ته صادره کړي.که کروند ګرو ته سړې خونې جوړې شي .کله چې په هيواد کې تر کاري توليد شي هغه په سړو خونو کې وساتل شي په مارکيټ کې د قيمت د ښه کيدو سره يې بازار ته عرضه کړی چې اوسمهال موږ د ترکاري په برخه کې ډيرې ستونزې لرو ځکه کله چې په هيواد کې ترکاري توليد شي په ډير ټيټ بهر ته صادريږي خو کله چې ورته اړتيا پيښه شي بيرته په دوه برابره قيمت هيواد ته وارديږي.
وچې او تازه ميوې: افغانستان په نړۍ کې د وچو او تازه ميوو په برخه کې مطلق مزيت لري که چيرته حکومت په دې برخه کې ډيره لږه پانګونه وکړي نو موږ کولای شو چې ډير اسعار پرې لاسته راوړو.همدرانګه کولای شو په هيواد کې د تازوه ميوو څخه بيلابيل جوسونه هم جوړ کړو چې د هيواد د کورنيو اړتيا برسيره ،نړۍ ته هم صادر کړو.
لاسي رغاوو(صنعت): لاسي رغاوو( صنعت) د هيواد په صادراتو کې ډيره ونډه لري. په هيواد کې د کرنې او مالداري له پرمختګ سره په هيواد کې د لاسي صنعت لپاره اومه مواد برابريږي د سارې په ډول د غاليو صنعت لپاره د وړيو او تارو تهيه کول .