دبشری حقوقوڅـارونکي:په ګډوتشنابوکي پرښځینه پولیسو جنسي تیرۍ کیږي
59
کابل: دبشری حقوقوڅارنکواوپلټونکو په خپل یوه رپوټ کي دافغانستان ددولت څخه غوښتي دي چي دښځینه پولیسو لپاره دي بیل بیل تشنابونه په نظرکي ونیول شي.
دبشری حقوقوڅارونکي وایې ،چي دوی ته دیوي ژوري پلټني پرمهال څرګنده شوي چي په افغانستان کي ښځینه پولیس دګډوتشنابودکارولوپه وخت کي دنارینوولخواه ورته ستونځي پیدا کیږي اودجنسي تیري قرباني کیږي.دوی وایې چي دافغانستان دولت څخه یې غوښتي دي چي دښځينه پولیسو لپاره بیل تشنابونه اودکالیو دبدلولو جلاجلاکوټي په نظرکي ونیول شي تر څودوی ددي ستونځي څخه خلاص شي .
دافغانستان ښځینه پولیس چي دپولیسویوه ( ۱٪سلمه )جوړوي دګډوتشنابودکارولو په وخت کي دخپلوهمکارو نارینووپولیسولخواه اذیت کیږي او جنسي تیری ورباندي کیږي.په دغه رپوټ کي را غلي چي دغه ګډتشنابونه زیاتره قلف نلري اودروازي یې هم غټي اوکوچني سوري لري چي دبیرون لخواه دلیدلووړدي. دوی وایې کوم وخت چي ښځینه پولیسي دتشنابوڅخه ګټه اخلي نودوی مجبوره دي چي دتشنابوڅخه بهرددروازی ومخ ته یوه بله ښځه پیره داره دروي ترڅو په امن کي پاتي شي.
دکورنیوچارووزارت تراوسه په دي اړه څه نه دي ویلي .ولي دکابل امنیه قوماندان دپولیسو ټولوحوزوته امر کړي چي دښځینه پولیسولپاره دي جلاجلا تشنابونه جوړشي.
اوس دمګړي په افغانستان کي دښځینه پولیسوشمیر (۱۵۰۰) تنوته رسیږي اودغه شمیر شاید تر (۵۰۰۰) تنوپوري لوړشي