زابل خلک دپولیسو څخه شکایت کوی

جاويد احمد تنوير | اپریل 27th, 2013


زابل اوسیدونکی دپولیسو دڅخه شکایت کوي دوی وایی دپولیسو لخوا پدی ورستیو کی خلکو ته زیاتي ستونزي جوړیږي ، ددوي په خبره دپولیسو برخورد دخلکو سره سم ندی او
بخوا یوشمیر چلونکی دپولیسو دګړونو شکایت کوی دوی وایی پولیس یی هم زوروي او هم پرزورولو سربیره پیسی ځيني اخلي ، دغه کسان وایی دولت باید دغه ډول پولیس له خپلو لیکو څخه لیري کړي .
که څه هم روغ لیوني دغه ادعاوی نه منی خو دسیمي ځایی اوسیدونکی دپولیسو کړني دخلکو پروړاندی دقناعت وړنه بولي ، په زابل کی پدی ورستیوکی خلک دپولیسو څخه ښه خاطره نه لري ځکه دخلکو په وینا دپولیسو رهبري یوه نده او له امله یی دخلکو پروړاندی ستونزي راجوړي کړي ، یوشمیر کسان وایی ترهغه چی دپولیسو راهبري یوه او منظمه نشی نو دخلکو واټن به له پولیسو سره همداسی لیري وي ،

Copyright Larawbar 2007-2024