په بګرام کي د ايساف الوتکه راولوېده

عطاالله محمدي | اپریل 29th, 2013


د ايساف ځواکونو يوه باروړونکې الوتکه له الوتنې لږ وروسته ، د بګرام په هوايي ډګر کي راولوېده .
د پروان د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال زمري ناصري وويل، چې دغه الوتکه نن له غرمې وروسته په نږدې څلورو بجو راولوېده.
د هغه د څرګندونو له مخې، دغه الوتکه د ورپېښې تخنيکي ستونزې له امله رالوېدلې ده .
ده وويل ، چې سم له لاسه په دې اړه نور معلومات نه لري .
د بګرام په هوايي ډګر کې امريکايي ځواکونه مېشت دي او له دې هوايي ډګر څخه ګټه پورته کوي.
په بګرام کې دايساف ختيځې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر منلي چې يوه ملکي کارګو الوتکه نن له غرمې وروسته په بګرام هوايي ډګر کې تر الوتنې لږ وروسته لوېدلې ده.
سرچينې زياته کړې چې په دې پېښه کې وسلوال مخالفين لاس نه لري او په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
وسله والو طالبانو بيا ويلي چي الوتكه دوي ويشتلي را اچولې يې ده او پكښي سپاره ټول كسان يي پكښي وژلې دي .

Copyright Larawbar 2007-2024