دبریتانیا داستخباراتو اداري هم حامدکرزي ته پیسي ورکړي دي

59 | اپریل 30th, 2013


د آزادي راډيو په یوه تازه رپوټ کي راغلي ،چي دبریتانیا داستخباراتوڅارګري اداري هم دامریکا د (سي آی ئي) CIA اداري په شان په ورته معامله کي کرزی ته توري بي قانونه پیسي ورکړیدي.
دانګلستان دګاردین مشهوره ورځپاڼه لیکي ،چي دانګلستان داستخباراتواداري(MI6) هم په مسلسل ډول سره یوه اندازه پیسي دحامدکرزي دفتر ته سپارلي دي، ترڅوپخپله کرزي او دهغه نږدي همکران ترخپلي اغیزي لاندي راولي اودجمهوری ریاست ددفتردکړیوسره ښي اړیکي پیداکړي.
ځیني کارپوهان وایې ،چي که چیري ددي پیسوراکړه ورکړه اغیزناکي لاسته راوړني ونلري ، نوکیدای شي ددغوبي قانونه پیسومرسته سرچپه نتیجه رامنځته کړي.
دګاردین ورځپاڼه لیکي ،چي دانګلستان داستخباراتو داداري هغه پيسي چي دکرزی دفتر ته ورکړل شوی دامریکا د(سي آي ئي )اداري تر پیسوکمي دي اودغه مرسته دسولي اوروغي جوړي لپاره دکرزی دفتر ورکړل شویدی ،چي پایلي یې تراوسه پوري ګټوري نه دي.
په افغانستان کي دنظارت اوشفافیت مدیر یماترابي وایې چي دجمهوری ریاست دفتر ته ددغو پیسو درپوټ او دهغه دځواب ورکولو لړي دافغانستان خلک په خښم کړيدي ، یماترابي زیاتوی چي اوس موږ نشوکولاي مالومه کړو،داځکه چي ترڅوپلټڼي اوڅیړني ونشي چي ددغو پیسو اندازه څومره وه اوپرکومولارو چاروباندي لګیدلي دي.
دګاردین دورځپاني سرچینه زیاتوي چي په غالب ګمان دغه پیسي دافغانستان دملي امنیت لوړپوړوچارواکو ابراهیم سپین زاده اوانجنیر ابراهم ته چي یوګډراز لري اودکرزي دباوروړ کسان ګڼل کیږي سپارل شوي دي.
په کابل کي ځیني دیپلوماتانودګاردین ورځپاڼي ته ویلي ،چي دسي آی ئیاداري د پيسو دغه مرسته په کابل کي دامریکاپه اداروکي ځیني ګډوډي را پیداکړي ،داځکه چي دسي آی ئی اداره غواړی چي ددغو پیسو په مرسته دحامدکرزي دنږدی کړیو سره پرته له دي چي په کابل کي دامریکا لوی سفیرخبرشي بیله اجازي جلا او بیلي اړیکي ونیسي،چي داکارددوودولتونو ترمنځ په دیپلوماتیکو اړیکو کي ستونځې را ولي. دګاردین ورځپاڼی ته دافغانستان دمالي وزارت یوه چارواکی ویلي ،چي دافغانستان داستخباراتو اداري ته دپیسو مرسته دکاغذپرمخ ډیره کمه ده،ولي موږ پوهیدو چي دامریکا څارګري اداري لاوخته خپل غم خوړلي دي.
بل لوري حامدکرزي پرون په بهرکي دخپل سفر پرمهال ژورنالیستانوته وویل ،چي دامریکاد(سي آی ئی )
اداری څخه یې دډالرمرسته ترلاسه کړی ،کرزي ویلي چي دغه پیسي دومره ډیر ي نه وي اوموږ په اړوندومختلفو چاروکي لګولي دي ،کرزی دسي آی ئی اداري څخه مننه وکړه چي زموږ سره دغه ډول مرستي کوي.
بله خواه نن په کابل کي دمشرانوجرګي غړوددغو پیسو په باره کي ژوره اندیښنه څرګنده کړه اودکرزي څخه یې وغوښتل چي په دي باره کي ولس ته ددي پیسو دراکړي ورکړي دحساب اوکتاب په باره کي ګټورمالومات ورکړی.

Copyright Larawbar 2007-2024