کور / سياسي / اکثره وکيلان په اداري فسادکښي PhD کوي

اکثره وکيلان په اداري فسادکښي PhD کوي

څو ورځي دمخه د رسنيو له خوا داسي راپورونه خپاره سول چي د ولسي جرګې اتيا غړو رشوت اخيستي دئ.او په اداري فساد کښي غرق دي. خپله د ولسي جرګې يو شمېر غړي هم دا ادعاکوي چي د دې جرګې اتيا غړي په فساد کښي ښکېل دي. له هغو وزيرانو څخه ئې پيسې اخيستي دي کوم چي ولسي جرګې د سم کار نه کولو په خاطر استيضاح کړل.
ولسي جرګه چي تر ډېره د قوانينو د تصويب دنده پر غاړه لري په دې وروستيو کښي د فساد او معاملو له امله څېړونکي، عام خلک او ان په خپله وکيلان هم سختي نيوکي پر کوي. د ولسي جرګې يو شمېر غړو دمخه ويلي وه چي د دې جرګې يو شمېر غړو د وزيرانو استيضاح په موضوع کښي پېسې اخيستي دي او ځينو نورو ئې حزبي او سمتي اړيکي پاللي دي. ځينو وکيلانو خو بيا دا څرګندوني په ډاډه زړونو سره کولې چي د ولسي جرګې غړو او په ټوله کښي ملي شورا تر اوسه هغه څه نه دي کړي چي د خلکو په وړاندي ئې سترګي لوړي وي.
د افغانستان په تېرو پارلماني ټاکنو کښي د هر ولايت څخه زيات شمېر وکيلانو و ولسي جرګې ته لاره پيدا کړ ه.او په لومړنيو کښي چي وکيلانو ځانونه و ولسي جرګې ته کانديد کړي وه ډېري ناري ئې وهلې. ان په زياتو غونډو کښي به وکيلانو د ځان د کمپاين پر مهال ډېر زيات قسمونه کوله او ګډنوالو ته به ئې په ډاډه زړونو ويل که چيري تاسو ماته رايه راکړى زه به داسي خدمت وکړم چي ستاسو تصوري خيلات پکښي را ژوندي کړم. کله چي د وکيلانو دا ارمان پوره سو او ولسي جرګې ته ولاړل زياتو وکيلانو هلته په مرکز کښي ځانته بلډينګونه، لوکس موټرونه، شخصي پوليس او دوه برابره معاش له حکومت څخه پيدا کړ.
کومي وعدې او قسمونه چي وکيلانو د کمپاين پر مهال له اولس سره کړي وه هغه ټوله داوبو د سرخيتي سوې. هغو کسانو چي و يادو وکيلانو ته ئې د باور رايه ورکړې وه هغه اوس پر خپلو رايو پښېمانه دي. ځکه هغه اميدونه چي و نوي وکيلانو ته وه چي د دې وران وطن اوغم ځپلي اولس پر درد به ملهم کښېږدي. هغو وکيلانو د دې پرځاى چي خپل اولس ته کار او خدمت وکړي دوى په ولسي جرګه کښي خواران د پيسو په ټولولو اخته دي. نه پوهېږي چي په څه ډول د پيسو د ټولو چل ورسي او خپل جېبونه ډک کړي ترڅو په مياشتو – مياشتو د دباندنيو هيوادونو منظرې وکړي.
خوداسي وکيلان ډېر کم دي چي د خپل اولس له پاره په رښتنې توګه خدمت کوي او د خپل اولس خدمت د ځان له پاره افتخار ګڼي. اوس زموږ په خلکو کښي د وکيلانو د کار کولو باور تر ډېره له منځه تللى دئ او په دې سوچ کښي دي چي په راتلونکي کي په کوم کانديد اعتبار وکړي. هر يو چي ځان کانديد کړي په لومړيوکښي ډېر قسمونه او قرآنونه کوي چي داسي خدمت به کوم … خو اخر چي ولسي جرګې ته ولاړ سي هلته د پيسو په ټولولو غريبان مبتلا سي. تر هغي اندازي پوري ورسېږي چي په مياشتو – مياشتو او کلو – کلو و خپل ولايت ته نه ځي. نو چي دى و خپل ولايت ته په مياشتو – مياشتو او کلو – کلو نه ځي نو دى به خدمت څنګه وکړي؟
کله چي څوک مرکز ته ورسي بيا همدغه وکيلان په اوونيو – اوونيو نه پيدا کېږي. هغه وکيلان چي د خپل اولس سره خيانت کوي او په مودو- مودو خپلو ولايتونو ته نه ځي او هلته په اداري فساد کښي PhD کوي چي د سبا له پاره خو يو اسناد په لاس کښي ولري. لکه په اوسني دولت کښي چي زيات چارواکي د ادراي فساد دPhD د سند په لرلو سره خپله تنخا اخلي. دولت دي مو هم خداي د بدو سترګو راساتي هغه به PhD والا وکيلان تقاعد کړي او پر کور به ئې کښېنوي چي نور بس ده تا ډېر د دې وطن له پاره کار کړي دئ.
د حيرانۍ خبره دا ده چي د هغو وکيلانو پر ځاى اوس موږ شرمېږو. پخوا به مو کله – کله د يو چا ومخ ته په دې اړه بحث کوى. اوس ئې د شرمه نوم نه سو يادولاى. هغه وکيلان چي د خپل اولس له پاره کار کوي نه يوازي دا چي خپل اولس ځني خوشحاله دئ بلکي په خپلو کارونو کښي هم تر هغو نورو بريالي دي چي په اداري فساد کي غرق دي.
نو له ټولو وکيلانو څخه غوښتنه کوو چي دخپل وران او يجاړه هيواد افغانستان خصوصآ بيا هريو وخپل ولايت ته دزړه په مينه کار او خدمت وکړي اوخداي مه کړه داسي راپورونه نور خپاره نه سي چي وکيلان په اداري فساد کښي غرق او خپل اولس ته کار نه کوي .