په زرنج کی دښځینه مارکیت کارپیل شو
جاويد احمد تنوير
په زرنج کې دښځینه مارکیت دلومړي فازکار دروان کال دغوایي دمیاشتې په نهمه نیټه چې د۲۰۱۳کال داپریل دمیاشتې له ۲۹ نیټې سره سمون خوري پیل شو.کله چې ځمکه دکارلپاره چمتوشي نوساختمانی کاربه یې پیل شي ځکه چې په نوموړې ځمکه کې یوځه زاړه تعمیرونه موجوددي لومړی بایدهغه ونړول شي ځمکه هواره شي وروسته به بیارسمآدرغونې کارپرې پیل شي ددوی په ویناسره داکاربه یوه اوونۍ دوام وکړي وروسته له یوې اونۍ څخه دمارکیت جوړولوعملي کاربه کابوددرې میاشتوپه ترځ کې پای ته ورسیږي اوددې مارکیت له جوړولوسره به یوشمیرښځې په دې مارکیت کې په کاربوختې شي اوددې لارې څخه به وکولای شي چې خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي همدارنګه به وکولای شي دځان لپاره یوه عایداتی سرچینه ولري دښځومارکیت یوډیرپه زړه پورې نوښت دی دزرنج دښځولپاره چې دښاروالۍ له خوااودهمکارې موسسې په مرسته ترسره کیږي.چارواکی وایی ددي مارکیټ په جوړولوسره به دسیمي دډيري ښځو ستونزي هواري شی ، پدی ولایت کی دښځو لپاره دا ترټولو مهمه پروژه ده چی په روان کال کی به ترسره شی ،یوشمیر میرمني وایی داقتصادي ستونزو له امله یی دکورني نفقه نه برابریږي خو پدی مارکیټ دکارکولوورسته به وتوانیږی چی دخپلی کورني لپاره یوه اندازه پیسی په لاس راوړي ،