ولسي جرګه دکورنیوچارووزیر استیضاح ته را غواړی
59
کابل: دولسي جرګي غړونن پریکړه وکړه .چي دکورنیوچارووزیرغلام مجتبی پتنګ داستیضاح غونډي ته راوغواړي.
داولسي جرګي رئیس ابراهیمي نن رسنیوته جوته کړه،چي داستیضاح ورځ اونیټه به داړوندکمیسیون لخواه وټاکل شي. داولسي جرګي غړودثورپه څلورمه نیټه دکورنیوچارووزیر پتنګ داستجواب لپاره دولسي جرګي غونډي راغوښتي وو، ولي هغه پرټاکلي وخت دجرګي داستجوا ب ِغونډي ته حاضرنشو.
اولسې جرګي ددي لپاره دکورنیوچارووزیرداستجوابیه غونډې ته راغوښتي وو چي ښاغلي مجتبی پتنګ دملي امنیت دشورا په یوه ناسته کي ویلی وو،چي دتیرکال دجدی دمیاشتي راوروسته بیا تراوسه پوري( ۲۲)ځله اولسي جرګي،او(۱۴) ځله دمشرانوجرګي ته غوښتل شوی دی. دکورنیوچارووزیر په دغه ناسته کي جوته کړي ،چي داولسې جرګي داستازوڅخه یې دڅلورومیاشتو په موده کي( ۱۵۲۰۰) عریضي یاغوښتن لیکونه ترلاسه کړی دي چي زیاتره یې غیری قانوني اوقانوني بڼه نلري.
دافغانستان داساسي قانون له مخي که چیری کوم وزیرداستیضاحیه غونډی پرمهال دوکیلانوقناعت لاسته را نه وړي اولسي جرګه دهغه دسلب اعتمادپه هکله پریکړه کوي اودزیاتو رایو په ورکولوسره وزیر دخپلي دندي څخه ګوښه کولای شي.