کور / خبرتیا او پيغامونه / د رسنيو درنو مسوولينو ته خبرتيا!

د رسنيو درنو مسوولينو ته خبرتيا!

څرنګه چې تاسې خبر ياستئ پاکستان د خپلو استخباراتي تېريو تر څنګ اوس په بې شرمۍ سره هڅه کوي د افغانستان خاوره هم لاندې کړي، د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز غواړي سباته په جلال آباد ښار کې د غازي امان الله خان د مقبرې تر څنګ د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د خپلو وسله والو ځواکونو او ټول افغان ولس په څنګ کې ودرېږي، د پاکستان وروستی يرغل وغندي او د خپلې خاورې له بشپړتيا څخه د دفاع لپاره خپل هر راز چمتو والی اعلان کړي. له تاسو نه په درنښت هيله کېږي چې خپل خبريالان دغه مطبوعاتي کنفرانس ته را واستوئ او زموږ د ملاتړ غږ ټول ولس ته او په ځانګړې توګه قهرمانو وسله والو ځواکونو ته ورسوئ.

د کنفرانس وخت: سبا (جمعه) د سهار لس بجې

د کنفرانس ځای: د امير شهيد باغ، د غازي امان الله د مقبرې تر څنګ، د جلال آباد ښآر

د اړيکو شمېرې: 0799214424

0798830499

په درنښت

د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز

مسوولين گرانقدر سانه ها!

طوريکه شما آگاهی داريد پاکستان به تعقيب مداخلات استخباراتی خود اکنون به صورت بیشرمانه تلاش دارد بخشهای از خاک افغانستان را نيز اشغال نمايد، مرکز همآهنگی جامعه مدنی ميخواهد فردا در شهر جلال آباد کنار مقبره غازی امان الله خان طی يک کنفرانس مطبوعاتی تعرض اخير پاکستان را تقبيح نموده کنار مردم و قوای مسلح خويش بايستد و در دفاع از تماميت ارضی افغانستان هرگونه آمادگی خودرا ار اعلان نمايد. از شما تقاضا ميگردد که گزارشگران خود را به کنفرانس مطبوعاتی مذکور فرستاده و در رساندن صدای همبستگی ما به کافه ملت و بخصوص قوای مسلح قهرمان ما همکاري نماييد.

زمان کنفرانس: فردا(جمعه)، ساعت ۱۰ قبل از ظهر

محل کنفرانس: باغ امير شهيد، کنار مقبره غازی امان الله خان، شهر جلال آباد

شماره های تماس: 0799214424

0798830499

با عرض حرمت

مرکز هماهنگی جامعه مدنی