کندهار نشی توکو پرضید دعامه پوهاوي غونډه وشوه
جاويد احمد تنوير
دکندهار په په میرویس لیسه کی دسیاري اطلاعاتي دفتر لخوا دعامه پوهاوي په موخه پرانستونکي غونډه وشوه ،
چارواکی وایی تیره ورځ ددی ولایت دمیرویس نیکه په عالي ښونځي کی دسیاري اطلاعاتي دفتر لخوا دعامه پوهاوي په موخه غونده وشوه ، دغه غونډه چی دسیاري موسیسي په نو ښت جوړه شوي وه پکی ددي ولایت د ۱۵ سوه زده کونکو په ګډون دپوهني استازو ښونکو دنشی توکو پروړاندی دمباریزي رئیس ، دبشري حقونو نماینده ، دقومونو او سرحدونو رئیس ، دمدنی ټولني فعالین پکی برخه اخیستي وه ، دغونډي موخه دنشی توکو څخه دخلکو مخنیوي او دعامه پوهاوي په برخه کی خلکو ته معلومات ورکول دي ، پدغه غونډه کی دنشی توکو پروړاندي دمباریزي رئیس شکران وویل چی زموږ ډیر ځوانان په نشی توکو اخته دی چی ددی دمخنیوي لپاره باید دعامه پوهاوي پروګرامونه پلی شی ترڅو په خلکو کی دا روحیه راژوندي شی ترڅو ددغه ټوکو څخه ډډه وکړي ، نوموړي وویل چی دنشی توکو استعمال داسلام له پلوه هم حرام دی اوباید هر انسان تري ځان وژغوري ، په غونډه کی دبشرحقونو نماینده کی هم په ټينګار سره دده کار دمخنیوي غوښتنه وکړي ، دغونډي پرمهال دپوهني ریاست مسؤلینو دښونځي له زده کونکو وغوښتل چی ددغه توکو څخه په کلکه مخنیوي وکړي ، دجوړي شوی غونډي پرمهال پرزده کونکو باندی هغه کتابونه هم وویشل شول چی دنشی توکو په اړه لیکل شوی وه ، دیادولوده چی نژدی ۵۰۰۰۰ زره کتابونه دسیاري دطلاعاتي دفتر لخوا چاپ شوی دی ترڅو خلکو دنشی توکو په زیانونونو وپوهوي ،
http://larawbar.com/data/image/news/rokhsan%20ghsaghjd.jpg