کور / خبرتیا او پيغامونه / د روزګان په اړه یوه ځانګړې خبرتیا

د روزګان په اړه یوه ځانګړې خبرتیا

په پام کی ده چی د روزګان ولایت د پیژندنی په نیت یو تحقیقی او معلوماتی رساله یا اثر د سلام فرهنګی ټولنی له لوری تدوین او ترتیب سی . د دې عزم  د پلی کولو لپاره یو لړ چاری تر سره سوی او تر یوه بریده بشپړ سویدی . د دې لپار چی تر زیاته کچی یی د نیمګړتیاوو مخه نیول سوی وی ، اړ یو چی د روزګان ولایت  د درنو لیکوالو ، څیړونکو  او مینه والو څخه په ډیر درنښت  هیله وکړو چی  خپل مالومات ، څیړنی او لیکنی د دې اثر د بشپړتیا لپاره د سلام فرهنګی ټولنی  په پته راولیږی . دا چاره به له یوې خوا د رالیږونکی لیکنه او څیړنه په دې اثر کی خوندی او همیشنی سی  او له بلی خوا به د اثر د نیمګړتیا مخه نیول سوې وی . 


تر پتی  وړاندی څو اړینی یادونی :


۱ – د دې خبرتیا سره یوځای د رسالې  د مطالبو فهرست مل خپریږی ، هیله ده چی ګران لوستونکی یی ولولی.


۲ – د فهرست  په ټولو مطالبو باندی لیکنی رالیږلای سی ، خو د لومړی فصله بیا تر څلورم فصله پوری درج سوی مطالب  بشپړ سویدی .


۳ –   د څلورم فصل د ( ب ) برخه او د پنځم فصل په ټولو برخو کی  د نویو مالوماتو لپاره سترګی په لار یو .


۴ – د هر لیکوال لیکنه به د هغه دنوم په یادولو ثبت او خپره سی .


۵ –  که د تاریخی سیمو  او د مهمو شخصیتونو عکسونه  او د روزګان ښکلی منظرې را ورسیږی  خامخا به د رالیږونکی په نوم  په دې اثر کی خپاره سی.


۶ – د موضوعاتو  څرنګوالی  په لاندی ډول په نښه کیږی :


د روزګان ولايت واليان  او اداری مهم شخصیتونه :  که  د روزګان ولایت  د ښاغلو والی صاحبانو  هر یوه  محمد شریف خان  ، روشندل خان ،عبدالمالک لعلپور وال ، بیت الله غرنی ،سید داود هاشمی ،حیات الله زیارمل ، نظام الدین شریک ، محمد اسلم قربان خیل ، الله داد توفان ،عبدالشکور صمیم ، سلطان علی روزګانی ،فضل الربی صمیمی ،ولی جان جنبش ،معلم رحمت الله  مجاهد ، حاجی امیر  صاحب جانمحمد خان ، احمد جان اخوند زاده ، دطالبانو د مهال یو بل والی ، مولوی محمد حنیف منیب ،اسدالله  همدم ، محمد عمر شير زاد، او امير محمد اخوند  ، په اړه لنډ مالومات  او ورسره  مل عکسونه اوپه روزګان ولایت کی  نورو مهم اداری او نظامی شخصیتونو په اړه مالومات را ورسیږی د لیکوال په نوم به خپاره سی.


 


د پنځم فصل په اړه چی  د روزګان ولايت  نامتو مشران او مشاهر دی


الف : د روزګان ولايت  نامتوقومی  مشران ( قومی مشران ، ولسی مشران،لوی تاجران ، وکیلان ، سناتوران ، او نور )


ب : د روزګان ولايت  نامتو سياسي شخصيتونه ( لکه امیر المومین ملا محمد عمر مجاهد چی د هیواد مشر پاتی سوی بیا تر وزیرانو لکه صاحبجان صحرایی ، ملا عباس اخوند او نور سیاسی شخصیتونه  والیان لکه  د کندهار والی حاجی  وکیل کریم خان صحرایی ،د  پکتیا  والی ملا شفیق الله اخوند ، د داود خان د مهال د ارګ قوماندان صاحبجانخان  او داسی نور)


ج : د روزګان ولايت نامیان ( لکه نامتو غیږ بازان ، شیدو ، حقداد ، ملا جعه ګل او نور ،نامتو ښه ځوانان لکه د نیش سرور ، د کور  محمد اکبر او د کلی حیدر  او داسی نور .غښتلی کسان لکه  لنډو ، بیدندان  ، نبو او نور .


 او په دې ډول د روزګان په اړه نور مالومات.


پته :


bawary1@hotmail.com


     د مطالبو فهرست :


سريزه :


لومړی فصل :روزګان په لرغونو زمانو کي


الف : روزګان ، که اوروزګان یا ارزګان او یا بل ‌ډول


ب : په روزګان ولايت کي د لرغونو څيړنو اړتيا


ج  : په روزګان ولايت کي د دوو ډبربليکونو څيړنه


د : د روزګان د سیمو یوه لرغونې بیلګه ( دهراوت )


    دوهم فصل :


روزګان ولایت په بیلا بیلو تاریخی متنونو کی 


الف  : روز ګان په حدود العالم کی 


ب  :   روزګان په طبقات ناصري نومي اثر کي


ج : روزګان د علامه حبیبی  په ( جغرافیایی تاریخی افغانستان ) کی


د  :     روزګان  په ( قاموس جغرافيايې افغانستان ) کي


دريم فصل :په ورستیوپیړیو کی د روزګان اداری چاروته ځغلنده تاریخی کتنه


الف : روزګان  د احمد شا بابا تر امانی مهاله


ب : روزګان  په اماني پير او تر هغه وروسته


ج : دروزګان پخوانې اداری ودانی  او لاری


 څلورم فصل :


 روزګان تر ولایتی ویش  وروسته


الف :  د روزګان ولايت د تشکيلاتي  بدلونونو بهير


ب : د روزګان ولايت واليان  او اداری مهم شخصیتونه


پنځم فصل : د روزګان ولايت  نامتو مشران او مشاهر


الف : د روزګان ولايت  نامتوقومی  مشران


ب : د روزګان ولايت  نامتو سياسي شخصيتونه


ج : د روزګان ولايت نامیان


لنډیز او پایله


اخځونه