په ګوشته ولسوالۍ كي جګړه بيا پيل سوه .
عطاالله محمدي
نن سهار شاوخوا اته بجې د ننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کي، د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ وسله واله نښته پيل سوې او لاهم روانه ده.
د سيمې خلک وايي، چې په جګړه کې درني وسلې هم کارول کېږي او همدا اوس (شاوخوا لس بجې) هم درنه جګړه روانه ده.
په ننګرهار کې د چټک غبرګون د قطعې قوماندان بخت جمال وايي ، چې دغه وسله واله نښته نن سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال پيل سوه، چې پاکستاني ځواکونو پر افغان ځواکونو بريد وکړ.
د ده په وينا، د افغان ځواکونو له لوري په ځوابي بريد کي، د پاکستاني ځواکونو درې پوستې له منځه تللې او اته نورې يې تر بريد لاندي دي.
نوموړى زياته کړه، چې تر اوسه په دغه جګړه كي يو ټانګ او يو زيکويک هم له منځه وړل سوي دي.