په ګوشتې کي جګړه دڅلورو پاکستانۍ پوستوله ويجاړېدو وروسته پاي ته ورسیده

59 | مې 6th, 2013


جلال اباد:دکورنیواوبهرنیوخبروسرچینوله مخي دافغان ځواکونوله خواپه ګوشته کې دڅلوروپاکستانيوپوستو تر له منځه وړلو وروسته په يوولسوبجو نني پيل شوې جګړه بیر ته پاى ته رسېدلې ده.د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي دغه نښته د پاکستان په غوښتنه ختمه شوې ده.
دغه جګړه نن سهار په اته نيموبجو وروسته له هغه پيل شوه، کله چې پاکستاني ځواکونو غوښته دګوشتې په کونڅړۍ سيمه کې د زيانمنې دروازې د بېرته رغولو چارې بیر ته پيل کړې.
ياده دروازه تېره اونۍ د دواړو هېوادونو دځواکونو ترمنځ د نښتې پر مهال زيانمنه شوې ده.
د ننګرهار ولايت يوې امنيتي سرچينې وويل، چې جګړه تر غرمې مخکې شاوخوايوولس بجې پاى ته روسېده او وايي چې پاکستاني ځواکونه له يادې سيمې په شا تللي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې جګړه کې د پاکستاني ځواکونو څلور پوستې له منځه وړل شوې او په دې پوستو کې يې يو شمېر وسلې او مهمات هم سوځول شوي دي.
دې امنيتي سرچينې وويل، ګڼ شمېر پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او هغوى د خپلو ټپيانو په لېږدولو بوخت دي.
په ګوشته کې دغه امنيتي سرچينه وايي، چې په دې نښته کې درې سرحدي پوليس برسېرن ټپي شوي او تر لومړنۍ درملنې وروسته بېرته خپلو ليکو ته ستانه شوي دي.
ياده دې وي، د پاکستان او افغانستان تر منځ په سرحد کې اړيکې وروسته له هغه ترينګلې شوې چې پاکستاني ځواکونو په ګونڅړۍ کې دروازه ولګوله او نور تاسيسات يې جوړ کړل.
تېره اونۍ د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ جګړه کې يو افغان سرحدي پوليس ووژل شو او درې نور ټپيان وو، دغه راز نږدې لسو پاکستاني ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

Copyright Larawbar 2007-2024