د روغتيا نړۍ وال سازمان: په کندهار کي د پوليو ضد کار سوى
عطاالله محمدي
د روغتيا د نړيوال سازمان يوه لوړ رتبه پلاوي په کندهار ولايت کي د پوليو د له منځه وړلو په برخه کي د ولايتي ادارې هڅي او کوښښونه خورا رغنده وبلل او په ډېرو مثبتو ټکو کي يې وستايل.
د WHO يو لوړ رتبه هيئت چي پکښي ددغې ادارې د نړيوالي څانګي روغتيايي افسر ډاکټر کريس وولفس، د مصر پلازمينه قاهره کي د پوليو د محوې ساحوي مشاور او ددغي ادارې کابل مېشتي مقامات شامل ول نن کندهار ولايت ته راغلل او دلته يې د ولايت مقام له سرپرست او مرستيال عبدالقديم پتيال سره وليدل.
ددغه هيئت مشر ډاکټر کريس وويل چي د سفر هدف يې د کندهار ولايت له ادارې د هغو هڅو او کارونو له امله مننه ده، چي په پايله کي يې دلته په تېرو شپږو مياشتو کي د پوليو پيښي د صفر کچي ته راټيټي سوې او په دې برخه کي خورا منظم او منسجم پلانونه عملي سول.
نوموړي زياته کړه چي کندهار ولايت په نړيواله سطحه ددوى لپاره مهم دى او ټولو په همدې ولايت کي د پوليو د لاعلاجه مرض پر ضد باندي لا جدي کار او مبارزې ته سترګي نيولي دي.
هغه د پوليو مرض د محوې او له منځه تللو په برخه کي د سوو پرمختګونو له خاطره د کندهار ادارې ته مبارکي وويل، خو په عين حال کي يې غوښتنه وکړه چي پدې برخه کي بايد تر پخوا زيات کار وسي او حالت همداسي پسې وساتل سي.
ښاغلي کريس په دې ارتباط د مياشتنيو مجالسو د دايرېدو غوښتنه هم وکړه او دغه ډول جلسې يې د پوليو مرض پر ضد د مبارزې او حالت د ارزيابۍ لپاره خورا مفيدي وبللې.
کندهار والي مرستيال عبدالقديم پتيال ووي ددې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره نه يوازي دولت، بلکه بېلا بيلو نورو کړيو هم مختلف النوع فعاليتونه کړي او د خلکو پوهاوى يې په دغه برخه کي زيات کړى دى.
ښاغلي پتيال د نن ورځي په جلسه کي د عامه پوهاوي کارونو د زياتوالي او په دې برخه کي د استفاده کېدونو اعلاناتو او موادو د محلي کېدو غوښتنه وکړه، خو محلي خلک ورڅخه په اسانۍ سره مطلب تر لاسه کړي
په کندهار ولايت کي د پوليو په اړه غونډه په داسي حالت کي پيل کېږي چي په دې ولايت کي د دې ناروغۍ ضد کمپاين درې ورځ مخکي پيل سوى او نن پاى ته رسېږي.