کور / خبرتیا او پيغامونه / د ملي نواميسو او هيواد څخه ددفاع (دافغان ملت ګوند پيغام)

د ملي نواميسو او هيواد څخه ددفاع (دافغان ملت ګوند پيغام)

زه دافغان ملت د ګوند په نمایندګی دافعانستان د ملی اردو شهیدانو او ټولو زخمیانو ته چی پرون شپه یی د هیواد د ملی نوامیسو او سرحداتو څخه ددفاع په لاره کی د پاکستانی یرغل په مقابل کی خپلی پاکی وینی توی کړی دالله پاک په دربار کی د مغفرت او د چټکی روغتیا غوښتنه کوم.زمونر ګوند او زه خپل ځان د هغوی د کورنیو سره پدی غم کی شریک ګڼی . په عین حال کی زما غوښتنه د افغانستان د ټولو خلکو او په خاص ډول د حکومت ، د ګوندونو او د مدنی ټولنو داستاذو څخه داده چی پدی حساسو شیبو کی خپلی ټولی ذات البینی شخړی هیری کړی او د خپلو ملی قواو د معنوی او فزیکی ملا تړ لپاره مټی راونغاړی او په ګډه سره د خپلو ملی قهرمانانو تر شا ودریزی. ترڅو نړیوالو ته دا خبره ثابته شی چی افغانان د خپل منځی شخړو باوجود بیا هم په ملی مسایلو کی سره متحد دی .

ستانه ګل شیرزاد
دافغان ملت د ګوند ریس
کابل افغانستان