کور / کره کتنه / تیزیس څنګه ولیکو؟

تیزیس څنګه ولیکو؟

په دې وروستیو کې د ډېرو نورو پرمختګونو سره یوځای افغان حکومت د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي او دارنګه د شریعاتو پوهنځیو ته دا ویاړ هم ورپه برخه کړ، چې د لسانس له زده کړو وروسته د ماسټرۍ دورې ته هم محصلین ومني او حتى په دې وروستیو کې دا سې حکم هم صادر شوى چې ددوکتورا زده کړې هم په دې پوهنځیو کې ترسره کېدای شي.
زه نه غواړم ددې ګام په مثبتو او منفي برخو خبرې وکړم، بلكې غواړم د ماسټرۍ د دورې د پوره کولو په یو اړین توکې د تیزیس په لیکلو خبرې وکړم. د تیزیس معنا، ځانګړنې، ډولونه او د میعارې تیزیس د لیکلو په اړه ځینې مفاهیم وړاندې کوم.
تیزیس یوناني کلمه ده چې په نوموړي ژبه کې د اېښودلو په مانا استعمالیده، خو بیا چې کله په پنځلسمه پیړۍ کې د انګلیسې ژبې برخه وګرځېده د هغې علمي لیکنې دپاره استعماله شوه چې د هغې په واسطه محصلین یا د علمي مراکزو غړي د لسانس او په ځانګړي توګه د ماسټرۍ د دورې د ډيپلوم د ترلاسه کولو جوګه ګرځي.
تیزیس د یوې علمې لیکنې د پیژندنې یا سریزې د لومړې پارګراف لومړۍ یا اخري جملي ته ویل کیږي چې د لیکنې په اړه دېته ځواب وایي، چې اصلا ددې علمې موضوع هدف یا موخه څه ده .
تیزیس د ( د څه په اړه لیکنه ) او د ( کوم هدف) د سوالونو ځواب وایي. د تیزیس تعین یا څرګندونه د همدې عملي لیکنې د لومړي پارګراف په پای کې حتمي ده، تر څو لوستونکی په دې پوه شي چې دی د څه په اړه لوستل کوي او د لیکنې پای به د مثبت او منفي ځواب په اړه کومې پایلې ته رسېږي.
د علمې لیکنې تر ټولو مهمه برخه همدا د تیزیس د جملې یا غونډلې ارزښت دی، نو ځکه باید ډېر پام دېته وشي چې د تیزیس جمله روښانه، ساده او عام فهمه وي، څو لوستونکی د پاتې لیکنې لوستلو ته اړ شي.

د ښه تیزیس ځانګړنې:
1. تیزیس باید د بحث وړ موضوع وړاندې کړي، د ښه تیزیس دبحث جمله د لیکونکي دریځ وړاندې کوي، چې د تلوسې د را ټوکېدا سبب ګرځي او لیکونکی یا لوستونکی دېته اړ کوي چې بحث پرې وکړي.
2. تیزیس داسې یوې موضوع ته اشاره کوي چې هغه د اړتیا له مخې پرې پوره خبرې کیدای شي.
3. د تیزیس همدا غونډله ځانګړى او متمرکزه وي. په یوې مشخصې موضوع محدود بحث کوي، لکه ددې پرځای چې په ولسې موسیقۍ بحث وکړي يا د پخوانې شوروي د یرغل لسیزه او د ولسې موسیقۍ په پرمختګ بحث کوي.
4. داسې یو بحث وړاندې کوي چې د بحث پایله یا نتیجګیري به په ځانګړي توګه په تاسو ( لیکوال ) په فکر او لاسته راوړنې پورې اړه لري، نه داچې یو عمومې پایله وړاندې کړي.
5. تیزیس جمله لوستونکې ته داسې یوه نقشه په لاس ورکوي چې د هغه د مزل لارې ګودرې ترې ځانګړې کیږي.
6. د مخالف بحث په وړاندې کره دلایل وړاندې کوي او هر ډول مخالف بحث ته ځواب ورکوي.
7. د لیکلو ژبه یې روانه او خوندوره وي.
8. دا غونډله د لومړني کس ضمیر ( لکه ځه یا زما په فکر) سره نه پیلیږي بلکې ددریم کس ضمیر په کې ذکر کېږي لکه څېړونکىيا شننونکىچې داسې وايي :
په ساده ژبه ، تیزیس عبارت دې له دې چې تاسو په څه بحث کوى او څه ډول بحث پرې کوى، دهغه معادله مساوي کېږي ستاسو له تیزیس سره.تاسو څنګه پوهیدای شى چې ستاسو تیزیس سم او پر ځای دی، ددې کار دپاره لاندې پنځو سوالونو ته ځواب ورکړئ :
1. ایا ستاسو تیزیس لوستونکی دېته هڅوى چې هغه وپوښتي چې څنګه ؟ او ولې داسې ؟
2. ایا ستاسو لوستونکی به دېته اړ شي چې هغه ستاسو د تیزیس د پایلې په اړه فکرمندشي او لوستلو ته یې ارزښت ورکړي ؟ یعنې په لوستونکي کې تلوسه را وټوکوي.
3. ایا ستاسو تیزیس به د عمومې جملو یا فکرونو په وړاندې محدودیت وضعه کړي، ایا کومه ځانګړې او مشخصه پایله به وړاندې کړى‎؟
4. ایا ستاسو تیزیس جمله به وروستۍ لیکنه د بحث د سر موضوع او بیا ورپسې فرعې پوښتنو ځوابونو ته د ځواب اړتیا لوستونکې ته ورپه ګوته کړئ؟
5. ایا ستاسو تیزیس به وکولای شي د اړتیا وړ لیکنه کې د لیکنې ټولې خواوې ځای پر ځای کړي؟
کله چې یو محصل تیزیس لیکې باید د خپلې ځانګړې شوې موضوع په اړه ځینې پوښتنې مطرح کړي او دهغو پوښتنو ځوابونه بایدپه ورته موضوع د لیکل شويو اسنادو په لټه کې شي تر څو له تکرار او بې ځایه لیکنې څخه ځان وساتي. پدې برخه کې باید دا پوښتنې ځواب کړي چې ایا بل چا خو به یې په اړه څه نه وي لیکلي، ایا کولای شى، څه نوی شی په کې لوستونکو ته وړاندې کړى، د وخت ( زمان) او ځای ( مکان) سره یې موضوع سمون لري او کنه، ایا د همدې موضوع په اړه مخالف بحثونه ترسره کیدای شي یا بل چا یې په وړاندې مخالف دریځ څرګند کړئ دی او کنه.
د مثال په توګه: تلوېزون او په ماشومانو کې د تاوتریخوالې را ټوکېدا. په سرکې په دې اړه یوه په زړه پورې پوښتنه مطرح کړئ: د تلویزوني تاوتریخوالي اغېز به پر ماشومانو څه وي؟ دهغه پوښتنه په تیزیس بدله کړئ : ـ تلویزوني تاو تریخوالى پر ماشومانو باندې ناوړه او بده اغېزه لري.
اوس دهمدې تیزیس دپاره ځانګړې سوالونه جوړ کړئ:
– په ورځ کې په متوسطه توګه ماشومانو څو ساعته تلويزون ګوري ؟
– څنګه موږ کولای شو چې له تشدد ډک یو تلویزوني پروګرام مشخص کړو؟
– کوم ډول پروګرامو ډېر له تشدده ډک دى؟
– ایا داسې کومه علمي څېړنه ترسره شوې چې ماشومان یې د تشددنه ډک تلوېزوني پروګرام څخه د مخه او وروسته مطالعه کړې وي ؟
– ایا داسې کوم ماهرین کسان شته چې په دې اړه ورسره لیده کاته ترسره شي؟
– ددې پوښتنو په ځوابولو کې کوم ځانګړې ډله کسان شامل دي چې باید لیدنه ورسره ترسره شي؟
ښه تیزیس د یوې تیوري د اثبات، رد او یا د یوې نوې تیورۍ درامنځته کېدا دپاره لیکل کېږي، ددې تر څنګ د ماسټرۍ د پاره د تیزیس اوږدوالى باید له ۱۵۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰۰ کلمو پورې وي، له دې څخه یې زیاتېدل یا کمېدل یې په منځپانګه او د بحث په څرنګوالې منفي اغیز لري. دا چې د تیزیس د وړاندې کولو بڼه او ځانګړتیاوې څه دې پدې به په بله لیکنه کې بحث وکړو.