کور / هراړخیز / په خپله انرژۍ او فکر يې ورانوى‎

په خپله انرژۍ او فکر يې ورانوى‎

د نړۍ هغه هېوادونه چې وروسته پاتې وو او يا جګړو ځپلې وو، د هغو هېوادونو مېشتو وګړو له خپلې انرژۍ او فکر څخه زيات کار اخيستى، چې نن يې خپل هېواد له ستونزمن حالت څخه ژغورلى او ښه پرمختګ يې کړى.
خو په دې هېواد کې دولتي چارواکي د خپلو دفترونو او د ځوانانو په ټوليو کې راتلونکي وختونه ناسم بولي او تر څنګ يې هغه ځوانان چې نه راتلونکي حلاتونه څيړلي شي او نه يې عمرونه له دې خبرو سره برابره وي، له هر څه هم نه نا خبره وي، خو بيا هم د هېواد په تيره يوه لسيزه او د راتلونکي په اړه خبرې کوي دوى تل د دولت په کړنو او پرمختګونو ناخوښ ښکاري او وايي چې له ٢٠١٤ کال وروسته به نه دا دولت وي او خلک به له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

خو دا هغه کسان دي چې يا په کارونو نه پوهيږي او يا خو يوازې خپل وخت په همدې خبرو تيره وي ددې تر څنګ په ادارو کې دا ډول کسان په کار پوه او احساس لرونکي کسان هم له کاره اوباسي ځکه په کار پوه کسان غواړي چې په دولت او خپله اداره کې ستومانه حالت له افغان فکرونو ليرې او نوښتونه رامنځ ته کړي،ددې تر څنګ دا ډول کسان د خپل قرارداد څخه هم زيات کارونه کوي او غواړي چې نور مو هېواد له ستونزمن او نازک حالت څخه راوځي او ښه پرمختګ په کې رامنځ ته شي، چې دخپلو پرمختګونو په درلودولو سره دا هېواد د نړۍ له نورو هېوادونو سره په سيالۍ کې سيال شي.
که چيرې همداسې ځينې ادارې او کارکوونکي راتلونکى حالت ناسم ارزيابي کوي نو د ولسونه سره هم تشويش پيداکيږي او خپلې هيلې يې له منځه ځي او هغه واټن چې دولس له دولت سره نيږدې شوى دا واټن په خپله دولتي چارواکي بيا له منځه وړي چې دواټن په ليرې کيدو سره لا هم دا هېواد په ستونزو کې راګير کيږي.

افغانستان چې يو جګړه ځپلى هېواد دى چې له امله يې هره برخه يا په خپله افغانانو زيانمنه کړې ده او يا ددې هېواد دوښمنانو کوښښ کړي چې دا هېواد د زيانمنيدو وروسته نور هم زيانمن کړي،
ددې لپاره چې وروسته پاتې والۍ او راتلونکي ٢٠١٤کال مو له نوښتونو سره پيل کړى وي نو ټولو دولتي لوړو او ټيټو چارواکو ته لازمه ده، چې له رخصتيو ډډه وکړي، او له رسمي وخت څخه هم بايد زيات کار وکړي ځکه دا هېواد بيا جوړونې او پرمختګ ته زيات ضرورت لري تر څو نور په خپلو پښو ودريږي، او خپل کاري ساعتونه بايد د دولت په چارو کې تير کړي چې له يوې خوا به يې خپله دنده په سم ډول سره سرته رسولى وي او له بلې خوا به يې خپل معاش حلال کړى وي،او د نړيوالې ټولنې په نه شتون کې مو ښه پرمختګ کړي وي ، نوضروري ده چې هم دولتي او هم غيرې دولتي کسان د خپل هېواد ملي ګټې هم خوندي کړي او له خپلې انرژۍ او فکر څخه په لوړه سطحه کار واخلي او له خپله ځانه نوي کارونه او نوښتونه رامنځ ته کړي.