کرزي وایې :امریکاله افغانستان نه(۹)پوځي اډې غواړي
59
دافغانستان جمهوررئیس حامدکرزي نن دکابل پوهنتون دجوړېدوداتیایمې لسیزې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل ، چې دامریکا متحده ایالتونه دامنیتي تړون له لارې په افغانستان کې (نهه )پوځي اډې غواړي. دهغه په وینا ددغوپوځي اډوځای دکابل، مزار شریف، هلمند، گردیز، جلال اباد، کندهار، بگرام ،شنډنډاوهرات نومول شویدي.
هغه وویل، چې اوس د افغانستان دسولې اوله امریکا سره د کېدونکي امنیتي تړون پرسر خبرې دوام لري.
کرزی زیاته کړه ،چي دامریکادپوځي اډو په شتون کي دافغانستان ګټې دادي، چې زموږ هېواد ته امن راشي، امریکا زموږ وسله وال ځواکونه وروزي، موږقوي اقتصاد ولرو، قوي حکومت ولرو، ملت مو بې ساری ملت دی، خوحکومت یې کمزوری دی، دولتي بنسټونه یې کمزوري دي. امریکا دافغانستان پلازمېنه کابل، بګرام، مزارشریف، جلال اباد، ګردیز، کندهار، هلمند، شینډنډ او هرات کې له موږ څخه نهه پوځي اډې غواړي.ښاغلي کرزي زیاته کړه: موږ موافق یوچې دا اډې ورکړو، تر ۲۰۱۴ وروسته د بهرنیانو پاتې کېدل منو،خود امن په راوستلو کې باید د زړه له کمي هڅې وکړي.
کرزي دپاکستان دمیلمه پالني څخه مننه وکړه چي دجهادپه مختلفومرحلوکې یې دافغانانوسره ډیري مرستي کړیدي .
هغه دپاکستان څخه هیله وکړه چي دافغانانوسره پخپله کړنلاره کي اصلاحات راولي.