کور / تازه خبرونه / دپاکستان دټاکنوپه لومړنیوپایلوکې دنوازشریف دمسلم ليګ ګوندمخکي دی

دپاکستان دټاکنوپه لومړنیوپایلوکې دنوازشریف دمسلم ليګ ګوندمخکي دی

د پاکستان دلومړنېو غير رسمي شمېرترمخه په ټاکنوکې د پخواني لومړي وزير نواز شريف مسلم ليګ ډله تر نورومخکې روانه ده ،نواز شريف د لاهوراوسرګودا له ټاکنیزو حوزو کي بريالي شوى دی. دتحریک انصاف مشر په پیښوراوراولپنډی کي پارلمان ته غوره شوی اودپاکستان پیپل ګونددسندایالت کې تر ټولو لوی سیاسی ګوند ثابت شوی، خو په پنجاب کې یې ماته خوړلی ده .دپاکستان په بيلابېلو برخو کې د تاوتريخوالي پېښوسره سره د شنبې په ورځ( ٦٠) سلنه خلکو خپلي رايي کارولې دي.دا له( ٣٠ )کالو نه زيات وخت کې تر ټولو لوړه کچه ده چې خلک په دومره لوى شمېرکې په ټاکنوکې برخه اخلي.
د پاکستان ددولتي ټلویزیون اونړیوالورسنیو له مخي تردي دمه له غیر رسمي شمېروسره سم تر اوسه دملي اسمبلۍ (پارلمان )د (۲۷۲) څوکیوڅخه (۱۳۰)څوکۍ دمیا نوازشریف پاکستان مسلم لیګ»ن» ګوندتر لاسه کړي ،پاکستان پیپلزګوند( ۳۵) څوکي او دتحریک انصاف ګوند(۳۷)څوکې تر لاسه کړې دي.
د انتخاباتو له لومړنیویا غیررسمي نتیجونه داسي ښکاري چې نوازشریف په ټاکنوکي تر ټولو زیاتي څوکي ګټلي دي ولي دحکومت دجوړولولپاره په ملي جرګه کې یې بشپړ اکثریت نه دی ترلاسه کړی . که چیری نواز شریف دحکومت دجوړولو دنده په غاړه واخلي ،هغه دې ته اړ دی چې دنوروګوندونوپه مرسته ايتلافي حکومت جوړکړي.
۶۳ کلن نواز شريف دپاکستان د لمړي وزیر په توګه دوه ځله نورحکومت کړیدی . هغه نن په یوه وینا کي وویل ،چي دپاکستان دستونځودله منځه وړولو لپاره له ټولوسیاسي ګوندونوسره ګډایئتلاف ته تیار دی .