د وردګو ولايت اړونده يوشمېر رئسانو خپل کاري پلانونه وړاندي کړل

عطاالله محمدي | مې 13th, 2013


دغه غونډه چې د وردګو ولایت د ځوانانو د ملي او ټولنیز ارګان لخوا د افغانستان د ځوانانو ملي موسسې په تخنیکي مرسته د یاد ولایت د اطلا عاتو او کلتور په ریاست کې جوړه شوې وه. د دغه ولایت د والي سربېره د اړوندو ادارو رییسانو، ځوانانو، د مدني ټولنو غړو، قومي مشرانو او سیمه اییزو شوراګان ګډون کړی وو . چې په دې ولایت کی د فساد له منځه وړل، د میدان ښار هر اړخیزه پرمختګ او د اداری اصلاحاتو د تر سره شو کړنو په اړه بېلابېل نظرونه ګډونوالو څرګند کړل.
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په خپله ویناکی ځوانان دې ته وهڅول څو د وطن دآبادۍ او پرمختګ لپاره دزړه له تله کار وکړي او زیاته یې کړه ځوانان اړدي څو د حکومت سره یوځای کار وکړي څو یوه پیاوړې اداره رامنځ ته شي خو مخکې له دې چی کاروشي باید لومړی هغه خنډونه لکه فساد، د قانون نه پلي کول او بې اتفاقی له منځه یوړل شی، چی د ملک د پرمختګ مخه یی ډب کړی ده.
همدا راز ښاغلي خوياڼي په خپلو خبرو کې وویل چی د نا اهله کسانو پر دندو ګمارنه یو ډول فساد دی چې د دې کار تر ډیره مخه د هغه کمیټې په واسطه نیول شوی ده چې د ولایت په کچه مو جوړه کړی ده.
د میدان وردګو والي د بیا رغاونی په اړه وویل چی ډیر ښه پلان تر لاس لاندی دی چی متوازن پرمختیا ته په کې ځای ورکړل شوی دی او ډیر ژر به د دې بهیر کار پیل شي.
ده وویل بیارغاونه چې ټول ملک په ځانکړي ډول میدان وردګ ورته زیاته اړتیا لري د نورو ولایتونو په پرتله په تیرو لسو کلونو کی نه ده شوی
ښاغلي خوږياڼي دهغو ځوانانوسره چی د ستونزو سره مخ دي ژمنه وکړه چي د دوی سره به د خپل توان تر بریده مرسته کوي دې ته ورته ده د ډاکټر عبدالوکیل د کړنو ستاینه وکړه چې د ولایت په کچه يې دزراعت په برخه کی په زړه پورې کار کړی، او په ولایت کی د ۴۳ بېلابېلو کانونو یادونه هم وکړه چی د سیمې او ملک په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لري،
د وردګو دځوانانو د ملي او ټولنیز ارګان مسوول نجیب الله فکرمن وویل زموږ د غونډې موخه د ياد ولايت د ځوانانو او خلکو د ستونزو په ګوته کول او هغې ته دحل لارو چارو موندل دي ، چې عمده موخه يې د حکومت او ولس تر منځ د آزاد بحث له لارې د ستونزو سپړل او د حل لار ورته پيدا کول دي،
د ولایت ښاروال انجنیر محمد امیري د خپلو کاري کړنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، ده وویل زما تر راتګ وړاندې د دې ښاروالۍ ۱۳ سلنه بودجه لګول شوې وه او موږ تېر کال ۹۳ سلنه بودجه لکولې چې په ترڅ کې مو ډیری مهم کارونه کړي چې د شهید ګل محمد خان، غازي کریم خان، د عامي روغیتا پارک او د محمد قاسم خان د پارکونو څخه یادونه کولای شو، او په راتلونکې کې پلان لرو څو د ښځو پارک، د ماشومانو پارک، ژوبڼ، د مال منډیي، او د مېوې مارکېټ هم په دې ولایت کې جوړکړو چې له ډلې یې د ځینو کار پیل شوی هم دی.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمر عزت الله امان د خپلو کاري کړنو په اړه ګډونوالو ته ډاډ ور کړ او ده د اداري اصلاحاتو پروسه یوه رڼه پروسه وبلله
ښاغلي امان وویل وړ ځوانان چې غواړي کار وکړي، موږ د دوی په چوپړ کې یو همدا اوس د ولایت په کچه موږ ۱۴۴۰ بستونه خالي لرو چې له دې ډلې څخه ۱۱۳۰ هغه بستونه چې د پوهنې ریاست په برخه کې او په دې بستونو کې د اجیرښوونکي دندې تر سره کوي دې دې ته ورته ۳۳۰ تنه د ولایت په کچه کمبود لرو او وړکسان کولای شي چې د ازادو سیالیو له لارې دندې تر لاسه کړي
همدا راز ښاغلي امان وویل چې موږ تر دې دمه ۳۴۴۰ تنه په د ندوګمارلي او ۶۷۰ تنوته مو د کمپیوټر او منجمنټ په برخو کې روزنیز ورکشاپونه ورکړي او ۳۰ تنه مو د برسونو په واسطه بهرنیو هېوداونو ته استولي.
ورسته څو تنو ځوانانو د مدني ټولنو غړو د ولایت له والي ښاغلي خوږاياڼي څخه غوښتنې وکړ او هغه ورته په ورین تندي د ستونزو په حل کولو کې ورسره په کلکه ژمنه وکړه.

Copyright Larawbar 2007-2024