کور / تازه خبرونه / زاخیلوال دهغو وکیلانونومونه په ډاګه کړل چي په قاچاق کي ښکیل دي

زاخیلوال دهغو وکیلانونومونه په ډاګه کړل چي په قاچاق کي ښکیل دي

کابل:دمالیی وزیرعمر زاخیوال چي نن دو شنبه دولسي جرګي عمومي غونډی ته استیضاح شوی وو،دغونډې یو شمېرګډونوالوپرزاخیلوال تور پورې کړ، چې یاد وزیر په خپل وزرات کې د یوې سیمې اوسیدونکي په دندو ګومارلي،خو دولسې جرګې غونډې کې دوکیلانودپوښتنو په ځواب کې نوموړي وویل، چې که ثابته شې، چې د عوایدو په برخه کې یې خپل خپلوان په دندوګومارلي، نودنوموړي په وینا خپل مخ به تورکړي.
هغه جرګې ته د خپل وزارت د اړوندو بېلو ادارو د یو شمېر کارکوونکو لست وړاندې کړ، چې د ده په خبره د افغانستان د بېلوسیمو اوسېدونکي دي او دخپلو وړتیاوو پر بنسټ په یاد وزارت کې په دندو ګومارل شوي.
د خوست د هوايي ډګر دپروژې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل، چې بایدد نه تطبیق په اړه یې له ټرانسپورټ وزارته پوښتنه وشي، نه له ده نه. زاخیلوال دهغوشپږوکیلانومونونه یې په ډاګه کړل چي دقاچاق ،زورمندي،اوپه غیرقانوني کړونواودرغلیوکي ښکیل دي.
زاخیلوال دکندهاردخلکواستازی حمیدزی لالي دشرابوپه قاچاق کي ښکیل وګاڼي چي، تیره ورځ یې دګمرګ یو کارکونکي دمرګ په تور تهدیدکړی وو.هغه وایې ښاغلي لالي دده څخه غوښتي دي چي دوزیرانودشوراخلاف د ۱۹۷۰دغیری قانوني ماشین آلاتوآمر ده ته ورکړي.
زاخیلوال دننګرهارولایت دخلکوداستازی ظاهرقدیر په اړه وویل ،چي ظاهر قدیرددووکلنوپه اوږدوکي داوړو په قاچاق کي (۲۷۰)میلیونه ډالر غیری قانوني پیسي لاسته راوړی دي
دفرا ولایت استازي صمیم الله صمیم په اړه زاخیلوال زیاته کړه چي ،نوموړي د تیلوخرڅولواوشرابولیږدولو په تور دمالیه وزارت لخواه دقاچاق په تورملامت ګڼل شوی دی. هغه وایې کله چي دفراه ولایت کي پنځه دنفتو او تیلوټانکرونه ضبط شول ، نووروسته صمیم الله صمیم ماته زنګ ووا هی چي دغه ټانکرونه خوشي کړي،ماورته وویل چي داخوقاچاق دي هغه په ځواب کي راته وویل که قاچاق نه وای بیا مي ستاسوڅخه کمک نه غوښتئ.
دمحمودخان سلیمانخیل په اړه زخیلوال وویل،چي دهغه زوی کله چي دپکتیا دولایت دګمرک مدیر و،اوله دندي څخه ګوښه شوی وو،سلیمانخیل غوښته دسوداګری توکوپه قاچاق سره دخپل زوی سره مرسته وکړی اودپیسو په زورهغه بیرته په دنده کي وګوماري.
دبغلان ولایت دخلکو استازی محمدعظیم محسیني اودغزنی ولایت استازی عارف رحماني په باره کي زاخیلوال وویل،چي دوی دواړه دمالیی وزارت لخواه دغیری قانوني پیسو په اخیستلوکي لاس لري اوملامت ګڼل شوي دي .
ولسی جرګي دمالیي وزیردخبرونه وروسته دمالیی وزیردقناعت اونه قناعت درا یې اچوني لړي پیل کړه او درا یې اچوني وروسته زاخیلوال دډیروکیلانولخواه دقناعت وړوګرځیدي.