روزګان: نفوذي پوليس څلور ملي پوليس ووژل .
عطاالله محمدي
د روزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سره جوړ پوليس د يوي امنتي پوستي څلور پوليس په ډزو وژلي او خپله په تيښته بريالی سوی دی .
پيښه وړمه شپه د دې ولسوالۍ د چکه جوۍ په سيمه کې رامنځ ته سوې ده .
د چنارتو ولسوال فيض محمد وايې چې په وژل سويو ملي پوليسو کې د امنتي پوستې قوماندان هم شامل دی .
د ولسوال په وينا چې په پيښه کې يو پوليس ټپي سوی هم دی .
وسله وال طالبان د پيښي پړه په غاړه اخلي او وايې چې ياد پوليس د دوی سره اړيکي درلودلې او د دوی په غوښتنه يې دا کار کړی دی .
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چې بريدکوونکی پوليس د دوی سره يو ځای سوی دی .
وسله والو طالبانو د خالد بن ولد په نويو پيل شويو عملياتو کې د افغان امنتي ځواکونو په ليکو کې د خپلو نفوذي کسانو د ځايدو پر ټکي ټينګار کړی دی .