په زرنج کې دعکاسۍ سیالی دهلکانواونجوترمینځ پیل شوه
جاويد احمد تنوير
په زرنج کې دهلکانوترمینځ دعکاسۍ سیالۍ پیل شوه اوکومه غونډه چې په همدی دلیل دغوایي دمیاشتې په ۲۲نیټه دغرمې په ۰۲:۳۰بجو دشهیدګل محمدپه لیسه کې دایره شوې وه دقرآن کریم دڅومبارکوآیاتوپه تلاوت سره چې دعلی احمدپه واسطه قرائت شوپیل شوه وروسته ترهغه دسیالۍ دموخې اوڅرنګوالي په هکله معلومات اوهمدارنګه دعکاسۍ په هکله یولومړنی تریننګ ګډونکوونکوته وړاندې شو.وروسته ترهغه دنوموړې لیسې دمدیرپه موجودیت سره کامرې هلکانوته ورکړل شوې.اوهمدارنګه یوه غونډه دنجونولپاره درودابې په لیسه کې دغوايي دمیاشتې په ۲۳نیټه دسهارپه ۱۰:۳۰ بجوترسره شوه چې هغه غونډه هم په همدې شکل جوړه شوې وه اوروسته دکامرودتوزیع کولوڅخه ټولوګډونکوته یوه اوونۍ وخت وټاکل شوترڅودښارله بیلابیلوسیموڅخه موخه لرونکي عکسونه واخلي وروسته له هغه به کامرې له ګډونکوونکوڅخه ټولې اوفیلمونه به یې دچاپ لپاره چاپخانې ته ولیږدول شي کله چې عکسونه چاپ شي نودکمیسیون په ذریعه به ښه پیام لرونکي عکسونه غوره اواخیستونکي به يي دبریالي په توګه وټاکل شي.ښاروالي هیله منده ده چې دداسې فعالیتونوپه ذریعه هم له یوې خوابه ځوانان دښاروالۍ په کارونوکې دخیل کړي اوهم به له بلې خوادخپلوفعالیتونوپه هکله به دځوانانوپه نظریاتوبه ځان وپوهوي اودهغوی دنظریاتوپه واسطه به دښاروالې دکارونودبریالیتوبونوکچه به ځانته معلومه کړي.نومونږهم هیله من یوچې په دې شکل سره به دښاروالۍ په خدماتوکې لاښه والی راشي.