کور / تازه خبرونه / ارشاد احمدی دبهرنیوچارووزارت سیاسي معین وټاکل شو

ارشاد احمدی دبهرنیوچارووزارت سیاسي معین وټاکل شو

کابل:دوزیرانوشوراددارالانشا اداري دچارولوی ریاست خبرپاڼه وایې چي ،ارشاداحمدي دبهرنیوچارووزارت دسیاسي معینیت په لوړ بست کي دښاغلي جاویدلودین پرځای دسیاسي معین په توګه ټاکل شویدی.
په خبرپاڼه کي راغلي چي ښاغلي ارشاداحمدي دبهرنیوچارووزارت دسیاسي چاروپه پنځم ریاست کي ،په کانا داکي دافغانستان سفارت شارژداافیر،دجمهور رئیس سلاکاراوداداري فسادسره دنظارت اومبارزې دلوی ریاست دمرستیال په توګه دنده ترسره کړیده.
دیادونې وړده ،چې تراوسه جاويد لودين دبهرنيوچارو په وزارت کې دسياسي معين په توګه دنده ترسره کوله.جاوید لودین تیره اووني دجمهوررئیس حامدکرزی څخه داستعفاغوښتنه کړی وه ،خودجمهوررئیس لخواه ونه منل شوه. اوس داسي ښکاري چي دجاویدلودین استعفادولسمشر لخوامنل شوې ده.د هغه دراتلونکي برخلیک په اړه تراوسه حکومت څه نه دي ویلي.