دمزاري شریف په یوه ښوونځۍ کي ترسلو زیاتي نجوني مسموم شویدي
59
مزارشریف: درسنیودراپورونوله مخي په مزاري شریف کي دنجونوپه یوه ښوونځۍکي ترسلوزیاتي نجوني مسموم شوی اوروغتون ته وړل شوي دي.دخبرسرچینه وایې چي نن سهارمزاري شریف ته نږدي دنجونودخراسان کارتي په نامه په یوه ښوونځۍ کي هغه وخت ډیري نجوني مسمومي اوبیهوشه شوي ،چي دښوونځۍ په انګړ کي دیوه بدبوي احساس ترپزه شو. مسموم شوي نجوني سمدستي دمزاری شریف روغتون ته یووړل شوي.دروغتون ډاکتران وایې چي مسمو م شوي نجوني تردرملني نه وروسته خپلوکورونوته استول شویدي.
ځیني خبری سرچیني وایې چي دنجونودمسموم اوبیهوشي سبب دهغه چټل څاه څخه دیوه بدبوی راتلل ګڼي کوم چي دښوونځۍ په څنک کي پروت دی.
دیادوني وړ ده ،چي دپوهني وزیر فاروق وردک مخکي دتلویزیونونوسره دیوي بیانيه په ترڅ کي په زغره وویل چي وروسته که دکومي ښوونځۍ نجوني مسمومي شي اودهغوی مسمومیت ثابت نشي ،هغه به زده کونکو، ښوونکو، سرښوونکواودښوونځۍ مدیر انوته جزآ ورکړي.تراوسه لاجوته نه ده چي ښاغلی وردک به دنن ورځي دمسمومیت دپیښي په هکله څنګه پریکړه وکړی.