کور / تازه خبرونه / کابل کي ځانمرګي برید(۳۰) کسانو ته مرګ ژوله واړوله

کابل کي ځانمرګي برید(۳۰) کسانو ته مرګ ژوله واړوله

کابل: نن پنجشنبه سهار شاوخواه اته بجې دکابل داتمې حوزې په شاه شهیدسیمه کې دبهرنیوسلاکارانودګاډوپر یوه کاروان باندي ځانمرګي بریدترسره وشو. دافغانستان دعامې روغتیا وزارت ویلي ،چي په دغه پیښه کي( ۶) کسانوژل شوي او( ۲۰ )تنه ټپیان دي.بله خواه دپولیسوداتمي حوزی امرعبدالکریم فایق رسنیو ته په ډاګه کړه ،چی تراوسه پوري د لومړنیوراپورونوله مخې په بریدکې څلور بهرنیان اودرې ولسي وګړي وژل شوي اونژدې (۲۳) ولسي وګړي ټپیان دي.لومړني رپوټونه وايې چي په وژل شووکسانوکې دوه ماشومان هم شامل دي.
په سیمه کې دکابل امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي خبریالانو ته وویل،چي دبرید هدف دبهرنیوځواکونو دوي پوځي ګاډي وي .هغه زیاته کړه چي ،نن سهار شاوخوا اته بجې له چاودېدونکو توکو څخه یوه ډکه کرولا ددووبهرنیو پوځي ګاډو په منځ کې وچوول شوه، چې دوي ګاډي يې سوځولي، نژدې لس نور یې سختي خرابي کړي او شاوخوانژدې دېرش کورونه یې زیانمن کړي دي .
په سیمه کې عیني شاهدان وايي،دبهرنیو ځواکونودوه ویجاړ شوي پوځي ګاډي یې لیدلي دي.
د برید پړه دګلب الدین حکمتیار په مشري حزب اسلامي منلې ده، دحزب اسلامي یوبل ویاند هارون زرغون هم منلې ده، چې دبرید هدف د امریکايي مشاورینویوکاروان وو.
دیادولووړده ،حزب اسلامی چی دګلبدین حکمتیارترمشری لاندي کارکوی څه موده وړاندی یې دافغان حکومت دلوړپوړوچارواکوسره دلیدني پرمهال دنوي حکومت په اړه خبري اتري وکړي اودراتلونکوټولټاکنولپاره یې نوي طرحي درلودي ،دوی وویل چي دحزب مشربه ټولټاکونو ته پخپله ونومول شي اویابه هم خپل استازی وټاکې.