کور / تازه خبرونه / په پکتیکا کې ځانمرګي برید اتوتنو ته مرګ ژوبله واړوله

په پکتیکا کې ځانمرګي برید اتوتنو ته مرګ ژوبله واړوله

پکتیا:لراوبر ته رارسیدلي خبرونه وایې،چي دپکتیکاولایت په سروبي ولسوالۍکې نن سهاردیوه ځانمرګي بریدپه پايله کې ددغې ولسوالۍدسیمه ییزې شورادريیس په ګډون اووه تنه ټپیان شوي اویو تن وژل شویدی.
د پکتیکا امنیه قومانداني چارواکي وایې ،چې دغه پېښه نن سهارشاوخوا اته نیمې بجې په سروبي ولسوالۍ کې را منځته شوېده.د چارواکو په وینادبريد موخه ددپکتیا ولایت دسروبي ولسوالي دسیمه ییزې شورا ریيس شېرزمان و، چې هغه پکې ټپي شوی دی. په پېښه کې دشېرزمان تر څنګ څلور تنه عام وګړي اودوه تنه سیمه ییز پولیس ټپیان شوي اویودوکانداروژل شویدی. دبرید پړه تر اوسه کومي وسله والي ډلي په غاړه نه ده اخیستي .