کور / تازه خبرونه / په کابل کي مامورینو ته نوي کورونه جوړیږي

په کابل کي مامورینو ته نوي کورونه جوړیږي

کابل:دافغانستان جمهوررئیس حامدکرزي پرون کابل ته څیرمه دخواجه رواش سیمه کې دمامورینوداستوګنې نوی پروژه چې ددوست هېوادمتحده عربي اماراتوددولت په مالي مرسته دابوظبۍ د انکشافي صندوق له لارې جوړیږي،پرانیستله.
ددغې پروژې ژمنه دعربی متحده اماراتووالا حضرت شیخ خلیفه هغه مهال کړې وه ،چې حامدکرزي متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و، ددغې پروژې کار نن په عملي ډول پیل شو.داپروژه به دافغانستان دهغوخلکولپاره جوړه شي سره ،چې نه شي کولای دلوړي بیي اوقیمتي کورونه واخلي .ددي پروژی په جوړولوسره به ډیرمامورین دکورونو خاوندان شي اوداپه حقیقت کي له افغانستان سره دمتحده عربي اماراتودمرستي یوه ډیرمهمه او رښتینې همکاري ده .ددي پروژی دپرانیستلو په غونډه کې د عربی متحده اماراتودابوظبۍ دانکشافي صندوق د ریاست سرپرست ښاغلي محمد آلسودي هم خبرې وکړې هغه وویل:موږ ویاړو چې د ابوظبۍ انکشافي صندوق د افغانستان د خلکو لپاره د استوګنې د دغې انکشافي پروژې چارې سرته رسوي ،داکورونه به له ټولوپرمخ تللوامکاناتوڅخه برخمن وي. ده زیاته کړه چې دغه پروژه به دافغانستان اومتحده عربي اماراتوترمنځ یوه نمونه يې پروژه وي اود دواړو هېوادونودخلکوترمنځ اړیکې به لا ټینګې او پراخې کړي.
په دي غونډه کي د افغانستان دښارجوړولو وزیر حسن عبداللهی هم حاضروو.دښارجوړولو وزیر وویل: ” داستوګنې دغه پروژه په (۱۱۱ )پینځه پوړیزوبلاکونوکې چې ټول ټال به ( ۳۳۳۳ آپارتمانونه(کورونه) ولري چي ددوست هېواد متحده عربي اماراتو په بلا عوضې مرستې د(۱۷۹ )میلیونوډالرو په لګښت په( ۲۶۸ )جریبه ځمکه کې به جوړه شي او د ټولوامکاناتو،لکه جومات، روغتون، وړوکتون د اوبو رسولو د سیستم، پارک او پخوسړکونو لرونکې به وي .د دغې پروژې چارې به د( ۳۰۰۰ )تنو کارګرانو لخوا په دریوکلونوکې ترسره شي. ددغونوومېنوکورونه به پر هغو کسانو باندي وېشل کېږي، چې دکورني اقتصادستنې يې کمزورې وي.
دیادوني وړده چي،په تېرو لسوکالوکې په پلازمېنه کابل کې د شخصي پانګه والو لخواه ډیري جګ پوړیزي وداني جوړي شوي دي،اودکورونوبيې یې دومره لوړې شوي چې ديوه کوچني اپارتمان (کور)بيه تر يولکوامريکايي ډالروهم اووښتې ده ،خوافغان چارواکي وايي چې په پام کې لري دمامورینو ددغې پروژې ترڅنګ به دځينونورو ودانيزو پروژو چارې هم پيل کړي چې په وينا يې دکورونو د بيو په راټيټولوکې به ډيرې اغېزمنې پرېوځي.
خو دابه وکتل شي چې دافغان چارواکو دغه ژمنې به تر کومه بريده عملي بڼه خپله کړي، او ايا په دې سره به دکورونو هغه بیې چې د چا خبره اسمان ته ختلې بېرته به راټيټې شي اوکه څنګه؟