د افغانستان داسلامي جمهوريت ښاغلي جمهور ريس ته وړانديز !

د لراوبر اداره | جون 1st, 2008


د افغانستان او د سيمي سياسي او نظامي حالات داسي ژور سوي دي چي د کرزي صاحب حکومت بايد ډير دقيق د سياسي هنر او فن نه کار واخلي او د خپل هيواد د سياسي او نظامي حالاتو د پوره بري لپاره لازم تدبيرونه او په يوه بريالۍ ستراتيژۍ کار وکړي .


که دافغانستان دتاريخ تيرو پاڼو ته ځير سو د انګليسي هند د نظام د مستقيمو تهديدونو په لړۍ کي زموږ د پياوړي هيواد يوه لويه ټوټه  او د افغان ولس يوه لويه برخه  يې له موږ څخه د اوس لپاره جلا کړ .


کله چي طالبانو خپلو خوځښتونو ته دننه په پاکستان د اسلامي قوانينو د نافذولو لپاره وسله واله مبارزه پيل کړه پاکستاني چارواکي په دې وېره کي سول چي مبادا هيواد يې ټوټې ټوټې نه سي  او پاکستان د داخلي جګړې ډګر  ونه ګرځي .  له همدې کبله يې له خپلو طالبانو سره د سولي تړون لاسليک کړ .


سره له دې چي د طالبانو د حرکت او د هغوی د ايډيالوژۍ مفکر خپله د پاکستان  آی ايس آی  وه ، کله چي يې نظامي زور   ونه رسيد  نو خبرو ته کښېنستل ، په پښتو ژبه کي يو متل دی وایی چي : ( مه کوه په چا چي وبه سي په تا ) .


سره ددې چي د نړۍ بډای هيوادونه امريکا او ناټو د افغانستان د امنيتي وضعې د ښه کولو لپاره کوښښ کوي خو د امريکې د نظامي تيري له کبله چي په افغانستان کي يې د طالبانو حکومت راوپرزاوه خو د لږ وخت څخه وروسته طالبانو بيا خپلي ليکي منظمي کړې  چي  د هيواد  دننه او له بهره د مرستو ټټر ووهل سو .


د ناټو او په سرکي د امريکې د متحده ايالاتو نظامي او سياسي مخالفين که دافغانستان سره ګاونډي هيوادونه او يا د دوی نړيوال مخالفين دي غواړي چي په افغانستان کي دغه نړيوال سياسي اونظامي ماشين مات او يا ورته تر يوه حده ستونزي پيدا کړي .


که واقعيتونو ته ځير سو ددې جهدوجهد تاوان د افغانستان ماشومانو ، ښځو ، سپين ږيرو او ځوانانو ته رسيږي . د افغانستان غرونه او رغونه بانډې ، کلي او ښارونه د درندو بمونو په وسيله سوځي ، ما په ټلويزيون کي د هلمند د يوې سيمي نه د جګړې راپورتاژ کاته چي له مځکي نه د اور لمبې ختلې ، تا به ويل چي اور غورځوونکی غر چاودلی دی ، که طالبان يا ولسي خلک وژل کيږي دا هم افغانان دي او که بهرني سربازان وژل کيږي ددوی ميندي هم يو يا دوه بچيان زېږوي ، دوی هم د يو نظام تابع دي .


دلته زما وړانديز دا دی چي ملګري ملتونه او يا خپله کرزی صاحب د خپل افغاني، اسلامي او سياسي شهامت په مټ له طالبانو سره مخامخ او مستقيمآ خبرو ته کښېني  او يو ګډ ملي  او اسلامي حکومت دافغانستان د اساسي قانون په رڼا کي چي د هر افغان مصئونيت او حقوق پکښي په پام کي نيول سوي وي منځ ته راسي  او دغه ديرش کلني غميزي ته دپای ټکی کښېږدي .


ځواکمن مشر هغه څوک دی چي خپل سياسي مخالفين په پرديو يا خپله د ټوپک پذريعه له منځه يو  نه سي ، بلکي هغه د خپل سياسي مخالف يا اپوزيسيون په توګه ومني  او سياسي اپوزيسيون خپل هيواد وران نه کړي ، بلکي د ښېرازۍ او ابادۍ لاري چاري وسنجوي او دخپل  ولس د هوسا ژوند لپاره مبارزه وکړي .


افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی  ، که مو خپله زده نه وي راځئ چي له ګاونډيانو څخه يې زده کړو  او خپلو جګړه ځپلو هيوادوالو ته يې هديه کړو .


خدايه !


موږ لراوبر افغانان سره يو کړې  او سوله مو په برخه کړې .


 


حسن شور


اوتريخت – هالنډ

Copyright Larawbar 2007-2024