کور / تازه خبرونه / دخوست په چاودنې کي ۱۴کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

دخوست په چاودنې کي ۱۴کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

خوست:دخوست ولايت ځايي چارواکورسنیو ته ویلي ،چي نن سهارنږدې نهه نيمې بجې دخوست ښارختيز ته دکوچي سرای سره نږدې دملي پوليسوديوې امنيتي پوستې په لس ميترۍ کې دسرحدي پوليسو پرموټر چاوديدونکي توکي چې په يوه بېلرکې ځای پرځای شوي وه چاودلي ،چې له امله يې څوارلسوکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دخوست ولايت چارواکي وایې چې په چاودنه کي يوسرحدي پولیس وژل شوى او ١٢ تنه نور ټپيان دي .
دخوست ولایت دروغتیایې مرکزودسرچينې په وينا،په ټپيانوکې درې سرحدي پوليسواولس تنه ملکي وګړي شامل دي ، چې دڅو تنو ټپونه يې ژوراودډيری نورو روغتيايي حالت ښه دی.
ددې چاودنې مسووليت تردې ګړۍ د دولت ضد کومې وسلوالې ډلې پرغاړه ندی اخيستې.