کور / تازه خبرونه / د لر افغانستان د بېلابېلو سيمو وروستي خبرونه

د لر افغانستان د بېلابېلو سيمو وروستي خبرونه

د تعليم پر ضد جګړه


د سوات په تحصيل کبل کښې وسلوالو د پوليسو پر پوسته حمله کولو سره يو تن پوليس مړ درې ژوبل کړل.او په مختليفو سيمو کښې يي د انجونو ٧ نورو ښونځيو ته اور ورته کړ ورانکارانو پر پيلاګۍ انتخابي مرکز باندې قبضه وکړه د شخصي ټلويزون د راپور تر مخه د تحصيل کبل په سيمه شاډيرى کښې سخت دريځه وسلوالو د پوليسو پر يوه پوسته باندې وسلوال بريد وکړ او له امله يي يو تن پوليس مړ درې ژوبل شول. د سوات په مختليفو سيمو اونيال، سيچناريال ، اله آباد ، ګاشګو او چپريال کښې وسلوالو د انجونو اووه ښوونځي وسوځول چي له دې سره په تيرو څلورويشت ساعتونو کښې د سوځول شوو ښوونځيو شمير ٩ ته ورسيده وسلوالو د سوات په سيمه منګلور کښې پر بيلاګى پولنګ سټيشن باندې قبضه کولو سره هلته خپلې مورچې رامنځته کړلې.بلخواته د طالبانو وياند مولوي عمر وايي چي د صوبه سرحد حکومت په امن لوظنامه عملى کولو کښې پاته راغلى دي د يادونې وړ ده چي د پښتنو په سيمه کښې د تعليم پر ضد جګړه ښه په درز روانه ده هره ورځ ښوونځيو ته اور اچولى کيږي خو تر اوسه پورې د چارواکو لخوا پدغه لړ کښې کوم د پام وړاقدام ندى تر سترګو شوى.





د پاکستان سترې محکمې د قومي اسمبلۍ پر حلقه اين اې ١٢٣ باندې ضمني انتخابات ځنډولو امر وکړ او اعلاميه يي خپره کړه سترې محکمې وروسته له هفه دغه پريکړه وکړه چي  دلاهور محکمې د مسلم ليک (ن) مشر نواز شريف د ضمني انتخاباتو لپاره نااهل وباله د ښاغلى نواز شريف وکيل اکرم شيخ رسنيو ته وويل چي سترې محکمې ستونزې تر هواريدو پوري د انتخاباتو ځنډولو امر کړيدي او پر دوسيه باندي بحث د دوشنبې په ورځ پيل شي.اکرم شيخ وايي نواز شريف حق لري چي په انتخاباتو کښې برخه اوخلي. چي هيڅکله به د پي سي او لاندې سوګند اخستونکو قاضيانو ته د ځان دوسيه وړاندې نکړي ديادونې وړده چي د نواز شريف په ضد  پريکړې په ضد  د مسلم ليګ (ن) پلويانو سخت  احتجاج ته دوام ورکړيدي.





د مسلم ليګ (ن) پلويان پلان لري چي صبا په سرحد ايالت کښې د هغو قاضيانو په ضد په مظاهرو لاس پورې کړي کومو چي بيړنيو حالاتو پر مهال د پى سى او لاندې سوګند اخستۍ وو د مسلم ليګ (ن) صوبه سرحد ايالت مشر پير صابر شاه و نواز شريف ته د لاهور د محکمي لخوا په ضمني انتخاباتو کښې د برخه اخستلو اجازه نه ورکولو باندې سخته خواشيني څرګندولو سره ويلي دي چي د جون د مياشتې پر اوويشتمه به په ټول ايالت کښې احتجاجي مظاهرې تر سره کړل شي دغه اعلان ښاغلى صابر شاه د پيښور په خبري کلب کښې د مطبوعاتى ناستې پر مهال وکړ پير صابر شاه و نواز شريف ته به انتخاباتو کښې د برخه اخستلو اجازه نه ورکول د سياسي چارو د ناکامه کولو يو سازش وباله . او زياته يي کړه چي مونږ د لاهور د محکمې پريکړه منلو ته چمتو نه يو نوموړي د پيلز ګوند په هکله هم زړه نه زړه خبرې وکړي .





وسلوالو ترهګرو او استخباراتي شبکو زمونږ پر خاوره د وينو لوبه روانه کړيده”پښتونخوا ملي عوامي ګوند


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له ايالتي دفتر څخه په راليږل شوې د مطبوعاتي پاڼه کښې ويل شويدي چي د پښتونخوا ملى عوامي ګوند جرنيل بهادر خان يونټ لخوا تيره ورځ په بر تهکال کښې و ارباب اجمل حيات خان ته ميلمستيا ورکړل  شوه د ميلمستيا د ستورې ته د پښتونخوا ملى عوامي ګوند شمالي پښتونخوا صدر مختيار خان يوسفزي ،جنرل سکرتر ،   ارباب مجيب الرحمن ،ارباب اجمل حيات او ارباب لياقت على خان وينا وکړه . د ګوند مشرانو ارباب اجمل حيات ته په پښتونخوا ميپ کښې پر ګډون کولو باندې مبارکې ورکړه . هغوى زياته کړه چي پښتونخوا ملى عوامي ګوند د پښتونخوا وطن ملى غورځنګ دي .چي د  خپل هيواد د ازادى  سياسى واک قومي وحدت او ملى ګټو لپاره مبارزه کوي د ګوند مشرانو په خپلو ويناوو کښې وويل په پاکستان کښې پښتونخوا وطن په مختليفو انتظامي برخو ويشلوس سره د خپل قومي شناخت څخه بي برخي کړل شويدي او د پښتونخوا وطن پر اقتصادي ستمنيو پنجابى استعمار د اسلام او پاکستان په نوم غيږ ټينګه کړيده  او پښتون افغان قوم پدي هيواد کښې د يوه محکوم قوم په حيثيت ژوند کوي دوي زياته کړه چي پنجابى استعمار د خپلو استخباراتي ډلو د لارې پښتوانخوا وطن د وسلوالو  ترهګرو په لاس ورکړيدي او موجوده واکمن د استخباراتي ادارو په خوښه د وسلوالو ترهګرو سره تش په نامه امن لوظنامې کوي د پښتونخوا وطن ميړنۍ ولس اوس د جاسوسى ادارو او وسله والو ترهګرو په ولقه کښې دي او واکمنو په جنايي جرمونو کښې ښکيل وسلوالو ترهګرو په وړاندې ماتې منلو سره امنيت له منځه وړى دي .وسلوالو ترهګرو او استخباراتي شبکو زمونږ پر خاوره د وينو لوبه روانه کړيده او واکمن يي ننداره کوي پښتونخوا اميپ خپله خاوره د دي حالاتو څخه ژغورلو لپاره مبارزه کوي او د عوام څخه د همکارى غوښتنه کوي .





د سرحد ايالت د محنت وزير شيراعظم وزير ويلي دي چي پاکستان پييلز ګوند د وفاق نښه ده چي د هيواد په کونج کونج کښې يي ملاتړ کيږي .ولې چي دغه د خوارانو ګوند دي دغه څرګندونې نوموړي د ضلع دير په سيمه خال بالا کښې عوامي غو نډو ته وکړي ايالتي وزير زياته کړه چي اصف على زرداري د بي نظير بوټو له مرګ څخه وروسته ګوند متحد ساتلو سره خپل د مشر تابه صلاحيت په ډاګه کړ په مرکز او ايالتونو کښې ګډ حکومتونه رامنځته کول د اصف زرداري د سپيڅلي مشر تابه ثبوت دي .