زابل دري وسله وال وژل شوی دی
جاويد احمد تنوير
دزابل دوالي ویاند شریف الله ناصري وایی لمړي عملیات ددی ولایت دارغنداب په ولسوالۍ کی دګډوځواکونولخوا ترسره شوی چی پرمهال یی یو وسله وال وژل شوی دوه ټپیان اویو بل ژوندي نیول شوی دی ، نوموړي زیاتوی پدغه عملیاتوکی دولتي لوري ته کوم زیان ندي اوښتي او دمخالیف لوري څخه یی یوه اندازه وسلي او مهمات په لاس راوړي ،
په ورته وخت کی دشاهجوۍ ولسوال غلام صدیق وایی په یاده ولسوالۍ کی هم دګډو ځواکونو له لوري په عملیاتو کی دوه وسله وال وژل شوی او یوشمیر ماینونه او وسلي دولتي لوري ته په لاس ورغلي ، غلام صدیق زیاتوي چی ددغه عملیاتو کی پرمهال ملکي وګړو ته کوم زیان ندي اوښتي ، که څه هم چارواکی وژل شوی او نیول شوی کسان وسله وال طالبان بولي خو خپله طالبانو ددغه عملیاتو په اړه څه ندي ویلي ،خو ددي ډلي ویاند قاري یوسف احمدی وایی په تیرو دریو ورځو کی یی ددي ولایت په بیلابیلو ولسوالیوکی په مخامخ نښتو او ماینونه کی ګڼ شمیر دولتي او نړیوال سرتیري وژل دی چی امنیتي چارواکي دغه ادعا دتبلیغاتي جګړي یوه برخه ګڼي ، دا پداسی حال کی ده چی تیره شپه هم وسله والو په مرکز قلات کی دامني قومانداني څنګ ته ماین ځاي پرځای کړي وو چی دچاودني پرمهال یی چاته زیان ندي اړولي ، په زابل کی یو ځل بیا دامنیتي پیښو ګراف لوړ شوی دی او هره ورځ دیوي اوبلي ولسوالي څخه دتاوتریخوالي خبرونه ترلاسه کیږي .