کور / تازه خبرونه / په هرات کي چاودني د(۷) افغانې پولیسو ژوندواخیست

په هرات کي چاودني د(۷) افغانې پولیسو ژوندواخیست

بیړني خبر: یوتازه خبر وایې ،چي دهرات ولایت دچشت شریف ولسوالي کي دسلما بنددساتونکوپرموټر باندي بمي چاودنه وشوه او (۷) افغاني پولیس یې ووژل.
دهرات ولایت امنیتي چارواکي وایې : چاودنه نن سهاررامنځته شوی،چي په پایله کي دنظم عامه اونوروپولیسوپه ګډون (۷) تنه وژل سوی اودوه تنه پولیس زخمیان دي. دچارواکوپه وینا دپولیسورنجرموټردسلمابندڅخه دهرات خوا ته راروان و،چي دسړک د غاړي پریوه بم ولګیدی اوچاودنه یې رامنځته کړله .دغوساتونکوپولیسودسلما بنددساتلو دنده په غاړه در لوده. دچشت شریف ولسوالۍ دهرات ولایت په )۱۷۰) کیلو متری کي پرته ده.
دیادونې وړده ،چي افغان ځواکونولس ورځي مخکي دعقاب په نامه په غربی ولایاتو( غور،هرات اوبادغیس)کي خپل عملیات پیل کړي اودچشت شریف ولسوالۍ هم ددغوعملیاتودپلان یوه برخه ده.
ددي پیښي پړه تراوسه کومي وسله والي ډلي په غاړه نه ده اخیستي.