کور / تازه خبرونه / دافغانستان دکرېکټ ملي ټیم کپیتان محمدنبي پلاروتښتول شو

دافغانستان دکرېکټ ملي ټیم کپیتان محمدنبي پلاروتښتول شو

دټویټر او بي بي سي راډیو دخبر له مخي دافغانستان د کريکټ دملي لوبډلې کپتان محمدنبي عيسى خيل دبي بي سي پښتووېبپاڼې ته وويل چې پلار يې د سه شنبې په ورځ( د مى ٢١) د ننگرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې وسله والو تښتولى دى.
محمد نبي وايي د دۀ د پلار او ددۀ دکورنۍ غړي له هيچا سره بدي اودښمني نه درلوده. دمحمدنبي (٦٠) کلن پلار حاجي خوبي له جلال ابادڅخه سهاردسراچې په نامۀ سيمې کې خپل کورته روان و،چې دوسله والو لخواه وتښتول شو.محمد نبي دخپل پلاردخلاصون له خواست سره وويل:” موږ نه له چاسره دښمني لرواونه هم موږ چا ته بدرسولي دي. که چا په دې اميد زما پلار تښتولى وي چې دکريکټ لوبغاړي به پيسې لري نوباور وکړئ چې لوبغاړي پيسې نه لري او نه هم شتمن دي.”
د کريکټ يو شمېر لوبغاړود دغه خبر په اورېدو هېښتيا ښوولې او غوښتنه يې کړې چې نه يوازې دې چارواکي ددوى د ساتنې لپاره گام پورته کړي بلکې له تښتونکو يې هم غوښتي چې بې وزلې لوبغاړي ونه ځوروي.محمد نبي د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې کپتان او يو له خورا تکړه او په نړيواله کچه پېژندل شوى لوبغاړى دى.
دۀ په دې وروستيو کې دبنگله ديش په شل اوريزو ليگ سياليوکې برخه واخيسته.د ده دکپتانۍ په مشرۍافغانستان سږ کال سکاتلنډته په يوورځنيو، شل اوريزو اوڅلور ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړې.
یادونه:
دافغانستان دکریکټ ملي تيم په دی وروستیوکي ډیری بریاوي لاسته راوړي دي .ددوي د پرله پسي بریاووپه نتیجه کي دافغانستان دخلکوپه زړونوکي دخوشالیوملي احساسات راڅرګند شول. دافغان کریکټ ملي ټیم يواځني ملي تیم دي چې دنړیوالو لوبوپه درشل کي یې دافغانستان بیرغ هسک کړی اودافغانستان په ویاړ ورپیدئ .ددوی بریاوي دټولوافغانانولپاره دافتخار وړوګرځیدي. هیله ده چي دمحمد نبي ګران پلار بیله ځنډه سم سلامت خپل کورته راشي.