کور / تازه خبرونه / ولسي جرګې نن دټاکنو قانون طرحه تصويب کړه

ولسي جرګې نن دټاکنو قانون طرحه تصويب کړه

کابل :ولسي جرګې نن دټاکنودقانون طرحه،چې حکومت تېرکال ولسي جرګي ته استولې وه،ديولړبدلونونوسره درايو په اکثريت تصويب کړه.
ولسي جرګې د دې طرحې پر ١١ اختلافي مادوباندي په تېروڅوغونډوکې تاوده بحثونه وکړل اوځيني بدلونونه يې په کې راوستل .نن دې طرحې ته دولسي جرګې په عمومي غونډه کې له حاضر (١٣٦ )غړوڅخه( ١٠١ )غړو ددي طرحي دتصويب لپاره موافقه رايه ورکړه.د ټاکنوقانون دغه طرحه په ١٧ فصلونوکې جوړه شوې او( ٦٧ )مادې لري.
بايد وويل شي، چې د قانون مسوده د ولسي جرګې تر تصويب وروسته د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته استول کېږي او د ولسمشر تر توشېح وروسته د قانون بڼه غوره کوي. دافغان حکومت اوولسي جرګي ترمنځ دټاکنو دقانون په هلکه ډیر ناندرې رامنځ ته شوي اوددي قانون پرطرحه باندي دولسي جرګي مخکیني اواوسني دواړودورو غړوبیل بیل نظرونه لرل ،ددوی نظرونوڅوکلونه وخت ونیوي .دتیروکلنو ټاکني په تېره شاوخوايوه لسيزه کې د جمهوررئیس دتقنيني فرمان له مخې ترسره شوې دي. دټاکنودقانون طرحه به دولسمشر ترتوشیح وروسته په رسنیوکي نشر ته وسپارل شيٍ.